د لاس رسي وړ اتصالات

کاندید سرور احمدزی: د انتخابات نتایج غیرقانوني دي


د جمهوري ریاست کاندید سرور احمدزی وايي چې د ټاکنو د کمیسیون له لوري د تېرې ورځې د نسبي پایلو اعلان غیر قانوني دی او تر هغو چې د شکایتونو کمیسیون ټول شکایتونه سم نه وي څېړلي، د ځانګړي کاندید د بریالیتوب اعلان بې ځایه دی.

سرور احمدزي نن خبریالانو ته وویل نړیوال دې دغه حکومت په رسمیت نه پېژني او په ټاکنو کې د درغلیو تر سپیناوي دی انتظار وشي. هغه یو ځل بیا ادعا وکړه چې ټاکنو خورا زیاتې درغلۍ لرلې او باید ټاکنې دې له سره وشي.

سرور احمدزي دا ډول زیاته کړه که ټاکنې له سره ونه شي نو خامخا یو ائتلافي حکومت دې د کاندیدانو له منځه جوړ کړای شي. هغه خبر ورکړ که د ټاکنو له شفافیت راضي نه کړای شول نو په سولییزو لاریونونو به لاس پورې کړي.

XS
SM
MD
LG