د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې د شهیدانو اونۍ ولمانځل شوه


د افغانستان حکومت د شهید د اونئ او همدا شان د احمدشاه مسعود نه د ملي اتل په توگه د شهادت اتم کال لمانځنه وکړه.

دا مراسم نن په کابل کې ترسره شوو او د جهادي مشرانو په جمله کې د احمد شاه مسعود د زړورتیا ،او مبارزو په هکله خبرې وشوی.

پدې مراسمو کې د جهادي مشرانو او د حکومت د یو شمیر وزیرانو په گډون د پارلمان غړو او د جهاد د دورې د شهیدانو یو شمیر خپلوانو هم برخه اخستې وه.

ټولو گډونوالو د شهیدانو د اونۍ او د احمد شاه مسعود د شهادت لپاره د هیواد د شهیدانو ټولو کورنیو ته تسلیت ورکړ. احمد شاه مسعود په کال دوه زره یو کې د تخار ولایت په خواجه بهاالدین ولسوالئ کې د دوه عرب ځان مرگو بریدکوونکو له لورې په همدې ورځ په قتل ورسول شو.

XS
SM
MD
LG