د لاس رسي وړ اتصالات

کرزي د انتخاباتو د نتایجو دفاع وکړه


د افغانستان جمهور رییس حامد کرزی د اسد د ٢٩مې نیټی د جمهوری ریاست د جنجالی انتخاباتو د قسمی نتایجو چی هغه پکی مخکی دی هرکلی وکړ.

ښاغلی کرزی نن یو بیان خپور کړ او د انتخاباتو د کمسیون غړی یی په دی وستایل چی د ملگرو ملتونو تر حمایت لاندی د کمسیون د امر کولو سره سره چی ویلی یی وو په ځینو حوزو کی دی انتخابات د سره وشی ،خپله بی طرفی وساتله.

د ملگرو ملتونو تر حمایت لاندی د افغانستان د شکایتونو د اوریدو کمسیون پرون وویل چی په انتخاباتو کی یی د جعلکاری موثق شواهد موندلی دی.

دغه کمسیون وویل چی د هغو حوزو رایی چی سل په سلو کی ورکړل شوی دی او په هغو ځایونو کی چی په سلو کی د ٩٥ فیصدو نه زیاتی رایی یوه کاندید ته ورکړل شوی دی، له سره دی وشمیرل شی.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمسیون پرون اعلان وکړ چی تقریبا ټولی رایی حساب شویدی چی ښاغلی کرزی ٥۴فیصده،او د هغه مهم سیال د بهرنیو چارو پخوانی وزیر عبدالله عبدالله ٢٨ فیصده رایی ترلاسه کړي دي.

دلته په واشنگټن کی د اوباما حکومت وویل چی د افغانستان او امریکا د اړیکو لپاره د انتخاباتو منل شوی پروسه ډیره ضروری ده.

XS
SM
MD
LG