د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د قضا لومړنۍ هسپانوي نژاده غړې


قاضئ سونیا سوتومایور تیره ورځ د امریکا په ستره محکمه کې خپله څوکئ په داسی حال کې اشغال کړه چې جمهور رئیس بارک اوباما او مرستیال جمهور رئیس جو بایډن هم په مراسمو کې گډون کړی و.

د سه شنبې ورځی دغه مراسمو یوازی تشریفاتي بڼه لرله . میرمن سوتومایور او د ستری محکمې نور غړي به نن چهارشنبې په رسمي توگه د مالیې د قانون په اړوند د یوی مهمې قضیي پر سر د خبرو لپاره راغونډ شي.

٥٥ کلنه میرمن سوتومایور لمړنئ هسپانوي نژاده امریکایي ده چې د سترې محکمې غړیتوب یې اخیستی خو دریمه میرمن ده چې د قاضي په توگه دغه دندې ته ټاکل کیږي. نوموړی د سه شنبې په ورځ یو ځل بیا لوړی مراسم ترسره کړل.

XS
SM
MD
LG