د امریکا فضایي تازه تلیسکوپ د ځمکې او د خلاء د ښایست هغه انځورونه ښیې چې سماوي ښکلا پکې مکمله ښکاري.
ناسا یا د امریکا ملي او فضایي ستیشن د چهارشنبې په ورځ د لمړي ځل لپاره په داسی حال کې د خلاء د ترټولو ژورو فاصلو عکسونه واخستل چې یوازې په همدې کال کې یې پدې ماموریت په ملیاردونه ډالر مصرف کړي دي.
پدې ماموریت کې د دوه نورو کمرو، تخنیکي الو او د یوی پخوانې ماتې کمرې پرزې تبدیلول شامل دي.
د همدې کال په اوړي کې دغې فضایي تیلیسکوپ د مشتري سیارې داسی عکسونه اخستي وو چې یو لکۍ لرونکې کوچنې ستورې یې پر مخ د تیریدو په حال کې و.