د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا بهرنۍ پالیسي او د ښځو حقوق


د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې، هلري کلنتن ویلي دي چې غواړي د ښځو د حقوقو داعیې ته د امریکا په بهرني پالیسۍ کې د پخوا په نسبت زیات ترجیح ورکړي.

هغې په افریقا کې د خپل سفر په جریان کې ویلي دي چې د حکومتونو مشرانو ته په کارده چې د ښځو د حقوقو د ژغورنې لپاره هڅه وکړي.

کلنتن غواړي د خپل موقف نه په گټې اخیستنې سره نړیوال وهڅوي چې د ښځو او نجونو لپاره فرصتونه برابر کړي.

هلری کلنتن په دې وروستیو وختونو کې افریقا کې یوولس ورځې تیرې کړې، چې د هغې په سفرونو کې تر ټولو اوږد سفر ؤ.

هغې د خپل سفر په جریان کې د ملکونو د مشرانو سره د لیدنې پخوا کې په کینیا کې د ښځینه بزگرانو او د جنوبي افریقا په کیپ ټاون کې د کور جوړولو د یوې پروژې نه کتنه وکړه.

د ښځو د حقوقو مدافعین وايي چې د بهرنیو چارو وزیره دخپل سفر اصلي مقصد پریښود او د هغو ښځو چې بد سلوک ورسره شوی او د غریبو خلکو داعیې ته وردانگلې ده او دغه داعیه د هغی د ژوند د ډیرو کلونو برخه ده.

معلومه ده چې د هلری کلنتن دا خاصه مینه ده چې د ښځو د حقوقو نه دفاع وکړي.

هغې په کال ١٩٩٥ کې چې کله میړه یې جمهور رئیس بل کلنتن په قدرت ؤ، په بیجنگ کې د ملگرو ملتونو د ښځو په کانفرانس کې خبرې وکړې، او په دې خبرو کې د ښځو سره ناوړه سلوک وغندل.

هلری کلنتن افریقا ته د خپل سفر په جریان کې د ملگرو ملتو د الوتکو نه په گټې اخیستنې سره د کانگو د دموکراتیک جمهوریت ډیرې لرې پرتې سیمې وکتلې.

پدغه سیمه کې د نړی د نورو سیمو په تله په ښځو ډیر زیات جنسي تیری کیږي.

هلری کلنتن وايي: "زه همدا اوس د جنسي تیریو ددو قربانیانو له کتنې نه را ستنه شوې یمه. هغه ظلمونه چې په دوی شوي، دا دهغو ظلمونو برخه ده چې په نورو هم کیږي. د امریکا متحده ایالات دغه حملې او عاملین یې غندي. او د قربانیانو سره غمرازي کوي".

د بهرنیو چارو وزیرې، خپله یوه نژدې ملگرې چې ملین ورویر د بهرنیو چارو د وزارت د ښځو د چارو د نړیوالې سفیرې په حیث ټاکلې ده.

هلري کلنتن څرگنده کړیده چې په دې وزارت کې هر هغه مهم تصمیم چې نیول کیږي هغه به په ښځو باندې ددغه تصمیم د اغېزې په منشور کی کتل کیږي.

جیسیکا گروند چې په واشنگتن کې د ښځو د یوې موسسې رئیسه ده وايي:

"هلری کلنتن داسی یو کار کړی دی چې د ښځو نړیوالې موضوعگانې پخپلو ترجیحاتو کې داخل کړي دي چې په هر تصمیم کې په نظر کې نیول کیږي، ځکه ډیر ځله داسی کیږي چې د ښځو مسایل د ورځني مسایلو نه جلا گڼل شوي او ښځو ته د یوه اقلیت په سترگه کتل کیږي".

ځنې منتقدین بیا وايي چې هلري کلنتن ته په کارده چې تروریزم او د اتمي وسلو خپریدل د خپلو ترجیحاتو اساس وگڼي، نه د ښځو حقوق.

لارنس ویلکرسن د پخوانی خارجه وزیر کولن پاول ددفتر رئیس ؤ.هغه وايي:

"د ښځو د حقوقو مسئله زما د ترجیحاتو په لست کې هم لوړ ځای لري خو په عمومي ډول دا یو لوړ ترجیح نه شی کیدلای، ځکه ډیر نورداسی شیان دي چې هغوی ته باید ترجیح ورکړ شی".

ولکرسن همدارنگه وايي هلری باید د نړی په ځنو برخو کې د ښځو د حقوقو او احترام د ترلاسه کولو په برخه کې په حکومتونوباندې د زیات فشار راوړلو په جریان کې باید له احتیاط نه کارواخلي.

د افغانستان په شان ټولنو کې چې د ښځو حقوق په سختۍ سره تر پښو لاندې کیږي باید مونږ حالاتو ته وگورو او ښځو ته د اختیاراتو د سپارولو په وخت کې که څه هم ډیر مهم دی په دقت عمل وشي.

خو ځنې نوربیا داسی دي چې وايي کلنتن باید د خپل خاص موقف نه کار واخلي او د ښځود حقوقو لپاره غږ وکړي ځکه ډیر شمیر ښځې د نړی په گوټ گوټ کې اوس هم شته دي چې ددوی په مقابل کې د ناوړه چال چلند نه کار اخیستل کیږي او ظلمونه ورباندې کیږي او ددوی د حقوقو نه دفاع په اوسنۍ عصر کې یوه اخلاقي فریضه گرځوي.

XS
SM
MD
LG