د لاس رسي وړ اتصالات

ژورنالستان د سلطان منادي په مرگ ماتم کوي


د افغانستان ژورنالستان د هغه افغان ژورنالست په مرګ باندې په غوصه شویدي چې د یوه غربي خبریال د نجات دپاره د ناټو د قواوو په پوځي عملیاتو کې ووژل شو.

د افغانستان د خبریالانو یوې ډلې چې د مطبوعاتو د کلوپ په نامه یادیږي نن په یوه خپاره کړي بیان کې د سلطان منادي د مړینې ملامتي د ناټو د نجات په قوه باندې واچوله.

دوی دغه راز شکایت وکړ چې دغو قواوو ولې د افغان ژورنالست مړی هلته پریښود.

مونادي پړون د نیویارک ټایمز د خبریال سټفن فاړل د نجات په عملیاتو کې ووژل شو.

دا خبره لا نده معلومه چې مونادي د طالبانو په ډزوکې مړ شو او که د ناټو د عسکرو په ډزو. پدې عملیاتو کې د ناټو یو کماندو عسکر او کور څښتن چې یرغمل شوي وو هم وژل شویدي.

منادي او فاړل د شنبې په ورځ چې په کندز کز یې د ناټو د قواوو په بمباریو کې دولسي خلکو د مرګ ژوبلې په باب رپوټونه خپرول یرغمل شوي وو. د مونادي همکارو ژورنالستانو په کابل کې د هغه پر قبر د ګلانو ګیدي کیښودل.

نیویارک ټایمز لیکی په دغه افغان خبریال کې ډیر استعدادونه موجود وو:

د نیوېارک ټاېمز ورځپاڼه لیکی چې سلطان منادی د نیوېارک ټایمز لپاره له تیرو څلورو کلونو راهیسی کار کاوه. هغه په جرمني کې د عامه پالیسئ د جوړولو په کورس کې لوړې نومرې واخیستلې.

سلطان منادي د چارشنبی په ورځ سهار وختي، د برتانوي عسکرو په چپاو کې چې د طالبانو د برمتی نه یې د هغه او سټیفن فریل د خوشی کولو لپاره کړی و، ووژل شو.

دا دواړه کسان د افغانستان په شمالي ولایت کندز کې د تیرې شنبې په ورځ برمته شوي وو. هغوی دواړو د ناټو د هغې بمباری په باب رپوټ برابروه چې په کندز کې یې کړې وه او په شلگونو کسان پکې وژل شوي وو، په دغو کسانو کې ملکیان هم شامل وو.

نیویارک ټایمز لیکي چې سلطان منادي په داسې حال کې ووژل شو چې کوشش یې کاوه چې سټیفن فریل خوندي ځای ته بوزي. دی د سټېفن فریل په مخکی روان و او کوشش یې کاوه چې د برتانیې عسکرو ته ور ورسیږي. کله چې ور ورسیده نو د دیوال له شا نه راووت خپل لاسونه یې پورته کړل او خپل ځان یې د ژورنالیست په نامه معرفي کړ. خو په همدې وخت کې پرې سمدلاسه د گولیو باران وورول شو. سټېفن فریل وايي هغه کوشش کاوه چې تر وروستي وخت پورې زما حفاظت او ساتنه وکړي.

نیوېارک ټایمز لیکي چې، د سلطان منادي په مرگ باندې د افغانستان د جگړې په باب دوه غمجن حقایق منځته راځي: اول خو داده چې له خارجیانو نه ډیرزیات افغانان له طالبانو سره په جگړه کې ووژل شول. خارجي ژورنالستان همدومره ښه دي لکه څومره چې هغه افغان خبریالان چې له هغوی سره یی کارکړی دی.

نیویارک ټایمز لیکي چې ښاغلی منادی ٣۴ کلن و او دوه زامن یې درلودل. هغه د نیویارک ټایمز د کابل په دفترکې د مدیر او خبریال په توگه کار کاوه. دی او نور افغان خبریالان چې له خارجی خبریالانو سره کار کوي هغوی ېوازې ترجمانان ندي.

د ټایمز یوخبریال بېری بېراک چې له منادی سره یې کار کړی و هغه لیکي چی د هغه د مړینې په کیسه کې هغه ته ېوازې ترجمان لیکل شويدي.

منادی له دغه خبریال سره له ٢٠٠١ کال نه تر٢٠٠٢ پورې کار کړیدی.

بېری بېراک وايي چې دا خبریالان چې له موږ سره کار کوي موږ ته د ژوندي تاریخ او سیاسی تحلیل کوونکي حیثیت لري. هغوی د اکمالاتو کار کوي او له موږ سره برابر خطر قبلوي خو د هغوی لپاره برابر معاش او برابر شهرت نشته.

نیویارک ټایمز لیکي هغو کسانو چې له هغه سره کار کړی دی هغوی وايي چی د هغه په هیواد کې جنگ جگړو د هغه روحیه نه وه مړاوې کړې او د هغه اراده یې نه وه کمزورې کړې. د طالبانو د قدرت په وخت کې هغه په خپل پلرنی سیمه پنجشیر کې د سره صلیب له موسسې سره کار کاوه.

د ټایمز یوخبریال ایمی والډمن لیکي چې د هغه عادت و چې له ترجمی نه مخکی به یې مکث کاوه چې ښه فکر وکړي او بیا به یې ترجمه پیل کړله. هغه په دې کې ډېر تکړه و چې جزئیاتو ته توجه وکړي.

جین سکاټ لانگ لیکي یوه بله خبریاله لیکی چی د هم د سلطان منادي په برخه کې همداسی فکر کاوه چې دغه راز ښه خصوصیتونه یې لرل. هغه لیکی چې منادی زما سترگی، خوله او غوږونه وو. ما د هغه پر قضاوت باندی اعتبار درلود او د خپل ژوند اعتبار می پرې کولی شو.

نیویارک ټایمز لیکی چی په ٢٠٠٥ کال کی هغه د نیویارک ټایمز ورځپاڼی کار پریښود او ددې په ځای ېې د راډیو چلولو ته ملا وتړله. که څه هم د نیویارک ټایمز د وظیفی معاش ښه و خو هغه بیا هم د راډیو کار چې خطر یې هم درلود ددې لپاره غوره وگاڼه چی فکر یې کاوه د هیواد د ثبات لپاره د ازادو مطبوعاتو منځته راتلل دده هیواد ته حیاتی اهمیت لري.

ورځپاڼه لیکي چې د هغه مقصد د ځان خدمت نه و بلکه افغانستان ته خدمت کول وو. د ورځپاڼې یو عکاس چې له هغه سره یې کار کړی و، وايي هغه یو ریښتونې مانا یو وطن پرست و.

XS
SM
MD
LG