د لاس رسي وړ اتصالات

کمیسیون د غزني او پکتیکا ډیرې رایی باطلی کړې


د افغانستان د انتخاباتو د شکایتونو د اوریدو کمیسیون رپوټ ورکوي او وايي چې په انتخاباتو کې د جعل کارئ په وجه په دوو ولایتونوکې د رایو په مرکزونو کې اچول شوې رایې باطلوي.

دغه کمیسیون چې ملګري ملتونه یې حمایه کوي نن اعلان وکړ د چې د غزني او پکتیکا په ولایتونو کې د رایو د اچولو د دوه دیرشو مرکزونو رایې باطلوي.

خو د شکایتونو کمیسیون دغه راز په یوه بیان کې ویلي چې پدغو جعل کاریو کې د رایو داسې پاڼې شته چې سرونه یې ندی خلاص شوي او ټولې په یوه قلم ډکې شویدي، او داسی پاڼې هم شته چې نمرې یې د رایو د کارتونو سره اړخ نه لګوي.

دغه کمیسیون د ځیني مرکزونو د رایو دسره شمیرلو امر هم کړیدی.

د افغانستان جمهور رْیس حامد کرزي د قسمي رایو د شمیر د نتایجو هرکلی کړیدۍ او کرزی تر اوسه پوري د شمیرل شوو رایو ۵۴ ٪ رایې ګټلې دي.

خو د هغه لوی رقیب پخوانی خارجه وزیر عبدلله عبدلله ۲۸ ٪ رایې وړې دي او ویلي یې دي د هغه لوری په دغه نتایج ونه مني ځکه چې دغه رایې د انتخاباتو د قانون خلاف شمیرل شویدي.

XS
SM
MD
LG