د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما او د امریکا د روغتیا د چارو اصلاحات


جمهور رئیس اوباما د چارشنبې په شپه د امریکا د کانگرس او امریکایانو په وړاندې په خپله وینا کې دوی وهڅول چې دده د داخلي داعیې نه چې د روغتیا ساتنې اصلاحات دي، ملاتړ وکړي.دده وینا چې په ټول ملک کې خپره شوله، هغه هڅه وه چې په دې برخه کې د یوې میاشتیې څرگندې ناکامۍ نه وروسته تر سره شوه.

جمهور رئیس وویل چې د روغتیایی پروگرامونو د اصلاحاتو وخت اوس راغلی دی.

هغه وویل: "اوس د ناندریو وخت تیر دی، دلوبو وخت تیر دی.دا د عمل فصل دی.اوس هغه وخت دی چې مونږ ددواړو گوندونو نظرونه سره گډ کړو او د امریکا خلکو ته وښیو چې د هغه څه له پاره چې لیږل شوي یو، مونږ کولی شو هغه سرته ورسوو".

ښاغلي اوباما وویل د امریکا ضعف چې ونه شو کړای د روغتیا ستانې لگښتونه کم کړي، ملت د ورشکستگۍ درشل ته رسولی دی.ده د کانگرس غړو ته وویل چې سیاست پریږدي او د عامې ښیگڼې په فکر کې شي.

اوباما وايي: "په دې خونه کې هرچاته معلومه ده که چیرې مونږ څه ونه کړو نو څه به پیښیږي.زمونږ کسر به زیات شي.ډیر شمیر نورې کورنۍ به د اقتصادي ستونزې سره مخامخ شي او نورهم کاروبار به ټپه ودریږي".

اما کره کتونکي وايي چې د اصلاحاتو کوششونه په عجله په مخ ځي.او دوی ددې نه ویره لري چې حالات داسې راشي چې حکومت د روغتیا ساتنې ټول کنټرول په خپل لاس کې واخلي.

په هغو غونډو کې چې د اگست په میاشت کې د کانگرس د رخصتۍ په وخت کې خلکو جوړې کړې وې، هیاجانات را وپاریدل.په پنسلوانیا کې په همدې غونډو کې د خلکو غصه او قهر څرگند شو.

جمهور رئیس بارک اوباما وویل چې د ده د اصلاحاتو دښمنان د خلکو په منځ که درواغ خپروي.هغه زیاته کړي چې دې به په دې برخه کې مبارزه وکړي.

اوباما وايي: "که چیرې و غواړئ چې ددې پلان د محتویاتو په هلکه درواغ خپور کړي، مونږ به په تاسو چغه وکړو.زه به په دې برخه کې رخوت ونه منم.دا ځلي نه. دی وروسته نه".

جمهور رئیس اوباما وویل چې زه به د ټولوسیاسی خواوو نه نظرونه راټول کړم. ده د مستهلکینو نه د ملاتړ خبره یاده کړه خصوصا" د هغو کسانو لپاره چې د شخصي کمپنیو نه د روغتیایی بیمې لرونکي دي.دی وايي کوښښ کوي چې روغتیايي بیمه د ټولو لپاره مهیا شي.

ښاغلی اوباما وايي: "زه به هیڅکله د دې اساسي اصل نه وانه وړم چې هغه امریکایان چې دغه بیمه نشي تر لاسه کولی، ددوی لپاره حکومت یوه چاره وکړي".

د لویزیانا د ایالت د کانگرس غړي چارلس بوستاني د جمهوري غوښتونکو دریځ په دې هکله په ډاگه کړ او وویل چې دموکراتان باید دغه اوسنۍ طرحه بلکل له منځه یوسي او پرځای یې نوې طرحه وړاندې کړي.

بوستاني وویل: "دا څرگنده خبره ده چې امریکان د روغتیايي خدمتونو په هکله دغه راز اصلاحات غواړي خودوی په دې تکل دي چې دغه اصلاحات ددوی د استازو لخوا رامنځ ته شي".

بوستاني په کانگرس کې د هغه محدود شمیر ډاکترانو له ډلې نه دی چې دلته حضور لري.هغه وویل جمهوري غوښتونکي هم غواړي چې د روغتیاساتنې په هکله یولړ اصلاحات رامنځ ته شي.

خو د جمهور رئیس د وینا په وخت کې چه په کانگرس کې ورکړه شوه، څرگنده شوه چې په دې برخه کې څومره په نظرونو کې اختلاف شته دی.اوباما په خپله بیانیه کې وویل:

هغه اصلاحات چې زه یې تجویز کوم د هغو خلکو په هلکه د تطبیق وړ نه دي چې په دې ملک کې په بې قانونه توگه اوسیږي.

خو د کانگرس د غړو نه یو کس غږ وکړ چې دا درواغ ده.اما اوباما وویل نه دا رښتیا ده.په کانگرس کې دا خبره جنوبی کارولینا د کانگرس غړي جو ولسنوکړه.

XS
SM
MD
LG