د لاس رسي وړ اتصالات

'افغانستان کې د خبریالانو برمته کیدل ممکن زیات شي'


د امنیت متخصصین اخطار ورکوي چې کیدای شي په جنگ ځپلي افغانستان کې د خبریالانو او نورو بهرنیانو برمته کول زیات شي.دغه اخطار وروسته له هغه ورکول کیږي چې یو بریتانوي ژورنالست د خوشې کیدلو جنجالي مسئله رامنځ ته شوله.

دغه اخطارد نیویارک تایمز د خبریال له برمته کیدلو او بیا نجات نه وروسته ورکړشو چې په کندوز کې پیښ شو.اوه میاشتې مخکې هم په کابل کې یو خبریال همداسې برمته شو خو وروسته له اوه میاشتو نه چې په پاکستان کې ساتل شوی ؤ وېی کړی شو چې تیښته وکړی.

په اوله کې د دغه برمته کیدلو خبر د خلکو نه پټ ساتل شوی ؤ ځکه مامورینو ددوی د خوشی کیدلو لپاره کار کاؤ.

د بریتانوی د یوې امنیتي کمپنۍ د خطرونو د پیژندنې سلاکار جان دریکوايي چې کیدای شي په دې کال کې په کابل کې دا راز پېښې زیاتې شي.دی وايي:

"په دې وروستیو هفتو کې د کابل امنیتی حالت ښه کیدلو طرف ته نه دی روان.او داسې ښکاری چې وضعه خرابۍ خواته روانه ده خصوصا د انتخاباتو د ترتیباتو نه وروسته".

د امنیت سلاکاران وايي بهرنیان په هرو څو میاشتو کې یو کس برمته کیږي او ددوی پر سر چی کومې پیسې ورکول کیږي هغه په لکونو ډالرو ته رسیږي.

د بریتانوي امنیتي کمپنۍ په یوه خپره شوې اخطاریه کې ویل شوي دي چې د مطبوعاتو کسان زیات تر خطر لاندې دي.کمپنۍ زیاته کړیده چې د کاروبار خاوندان او پانگه وال د بهرنیو په خوا کې هم تر خطر لاندې دي.

ددې کمپنۍ نهجان دریک چې په اسکاتلند که د امریکا غږ د خبریال سره خبرې کولې وویل چې طالبان او نورې ډلې له دغه برمته کولو نه دوه مقصده تر لاسه کوي، دریک وايي:

"زیاتره ډلې غواړي د بهرنیو هیوادو حکومتونو ته دا پیغام ورسوي چې د بهرنیانو په برمته کولو سره چې په دې ملک کې په کار لگیا دي، ددې هیوادو عامه خلک قانع شي چې ددوی نظامی قوې باید په افغانستان کې نه وي.خو ډیرې ډلې بیا داسې هم دي چې یواځنۍ علاقمندي یې د برمته کولو پر سر پیسي دي.دا ښې پیسي دي او په افغانستان کې دا کار ډیر زیات کیږي".

د نیویارک تایمز د ورځپاڼې خبریال سټیفن فارل د بریتانوي کوماندوگانو لخوا خوشې شو خو دده افغان همکار سلطان منادي د عملیاتو په وخت کې ووژل شو.په دې عملیاتو کې د کماندویانو یو عسکر هم ووژل شو. په دې جگړه یوه افغانه ښځه او ماشوم هم په جنگ کې گیرپاتې شول.

فارل چې د انگلستان او د ایرلند پاسپورتونه لري یو ځل مخکې په عراق کې هم برمته شوی ؤ.

دده د نجات پلان د بریتانیا د حکومت په لوړو سطحو تائید شوی ؤ.ددوی دغه پلان په کابل او لندن کې تر انتقاد لاندې راغلی دی ځکه هغوی ویل چې نژدې ؤ د مذاکراتو له لارې دغه برمته شوي کسان خوشې شي.

په کابل کې دمطبوعاتو د کلب د ناتو قواوې په دې تورنوي چې دوی د دهغوی د یوه همکار د قتل باعث شوي دي.خو تر اوسه پورې معلومه نه ده چې سلطان منادي د طالبانو یا د ناتو د قواو په ډزو کې وژل شوی دی.

افغان ژورنالست فرهاد پیکار چې د مطبوعاتو د کلب په استازی توب خبرې کولې وویل چې بین المللي قواوې بی احتیاطه ؤ او دوی په دې عملیاتو کې د مور او میری سلوک کړی دی.پیکار وايي:

"دا د توجیه وړ خبره نه ده چې بین المللی قوه دې یواځې د خپل ملک کس ته نجات ورکړي او بیا د خپل عسکر مړی وباسی او د سلطان منادي مړی په میدان پریږدي".

د ژورنالستانو د یوې امریکايي موسسې د یوه رپوټ په اساس، د کال ٢٠٠١ نه تر اوسه پورې په افغانستان کې ١٧ افغان او بهرني ژورنالستان وژل شوي دي.

په افغانستان کې په دې وروستیو وختونو کې ١۴٠٠ بهرني عسکر او په زرها و افغانان د وسله والو لخوا او یاهم د پوځي عملیاتو په جریان کې وژل شويدي.

XS
SM
MD
LG