د لاس رسي وړ اتصالات

امریکايي مبصره: افغانستان کې دا وخت څه ارزښت لري؟


څه وخت مخکې په امریکا کې د عامو خلکو د نظرونو د معلومولو یوې سروې وښودله چې د امریکایانو تر منځ د افغانستان د جگړې ارزښت راکم شوی دی.

د امریکا غږ اشنا راډیو پښتو څانگې دلته په واشنگټن کې د امنیتي چارو د یوې کارپوې راچل کلاین فیلډ نه په همدې اړه مرکه کړې ده.

کلاین فیلډد ټرومن سیکوریټی پراجکټ د مدیره هیئت غړې ده. له دې نه پوښتنه وشوه چې په مطبوعاتوکی داسی تبصری راځی چی پکارده امریکا له افغانستان څخه ووزی ځکه دا جگړه نوره په کولو نه ارزی ته څه فکرکوي چی که امریکا له افغانستان څخه ووزی نو څه به څه پیښ شی. مقصد خودا و چی هلته په افغانستان کییو فعال اونماینده حکومت منځته راشی ؟

راچل کلاین په دې باب داسی وویل: افغانستان ته له دوه نقطه نظره کتل کیدلی شي یو دا دی چې هغه مسایل چی موږ د هغو لپاره جگړه کوو د هغو د اهمیت اندازه څومره ده. دویمه خبره داده چی ایا موږ خپل اهداف ترسره کولی شو او که نه. دادواړه ډیر مختلف سوالونه دی.

ددی یوڅو دلایل شته دي اول خو په موږ باندی د سپتمبر په ١١مه باندی په ٢٠٠١ کال کی حمله وشوله. تراوسه پوری لاهم القاعده له طالبانو سره قوی اړیکی لری او په افغانستان کی د روزنی کمپونه لری ؛ په داسی حال کی چی دوی ښایی په دی وخت کی پهپاکستان کی دیره وی خو افغانستان دهغوی لپاره اوس هم داسی پراخه ځای دی چی هروخت ورتللی شی.

په همدی دلیل باندی افغانستان اوسډیر خطرناک ځای دی. تروریستان هلته نوروته روزنه ورکولی شی او له هماغه ځای نه په سیمه کی بریدونه کولی شی ځکه چی حکومت نشته ده. په همدی دلیل باندی افغانستان دامریکا لپاره دملی امنیت له نظره ډیر اهمیت لری.

دویمه مسله هلته د مخدره مواود مسله ده که څه هم دامسله امریکا ته دویمنی اهمیت لری. خو ډیره مهمه ځکه ده چی د مالی امکاناتود لاسته راوړولو مهمه منبع گڼل کیږی.

ریچرهالبروک دافغانستان او پاکستان لپاره دامریکا خاص استاځی وویل چی دمخدره موادو پیسی او هغه پیسی چی دخلیج له ملکونو نه راځی هغه دواړه د طالبانو د تمویل مهمی منابع دی. دامریکا پرسړکونو چی په لاسی بکسو کی مخدره مواد خرڅیړی داهم دتروریستانو لپاره د مالی امکاناتو د برابرولو ډیره مهمه منبع ده.

دمالیامکاناتو منابع ډیری دی خو اپین یی یوه منبع ده او محلی طالبان پری بډای کیږی خو هغوی ټول له القاعده سره تړلی ندی. ریښتیا خبره داده چی زه دیته ډیره اندیښمنه نه یم .

پوښتنه: ښه تاسی په دی کی څه وویل چی پهافغانستان کی د جگړی دوام په کولو ارزی او که نه ؟

ددی خبری اهمیت زښت ډیر دی چی په افغانستان کی جگړه وگټل شی اوهلته یو باثباته حکومت منځته راشی چی خپله خاوره او سرحدات کنترول کړلی شی. په دی توگه به تروریستان نه وی چی له هغه ځای نه په موږ حمله وکړی نه یوازی په موږ بلکه په اروپا او دمنځنی ختیځاو جنوبی اسیا په په نورو ملکونو باندی. دا ټول همدا یو شریک هدف لری چی تروریزم هلته له منځه ولاړشی.

راچل کلاین په دی باب وویل: زه فکر کوم چی افغانستان بالکل په دی ارزی چی جگړه ورته وشی او داډیره مهمه ده چی د افغانستان د خوندی کولو کوشش و شی. پوښتنه داده چی ایا موږ خپل مقصد ته رسیدلی شو اوکه نه . دادوه مختلف سوالونه چی ایایوشی په دی ارزی چی حاصل کړی شی او ایاحاصلول یی ممکن دی او که نه ؟

په افغانستان کی دیوهداسیحکومت دنشتوالی له املهچی خپلو خلکوتهمشروعیتونلری موږ نشو کولی چی خپل اهداف سرته ورسوو.

راچل داسی وویل: په دی برخه کی زیاتکار په کرزی پوری اړه لری او په امریکا پوری لږ اړه لری که څه همداخبره شاید ډیره معقوله ښکاره نشی. ډیره خبره په دی پوری هم اړه لری چی هغه داسی انتخاباتوکړی چی د اعتبار له امله ډیرکمزوری نه ویاو په خپله کابینه کی اداری فساد نه ځان خلاص کړی. داسی یو حل منځته راولی چی دخپلوخلکو ډیر مشروعیت لاسته راولی. که چیری دی دا کار وکړلی شی نو امریکا هلته پاتی کیدلی شی او خپل اهداف سرته رسولی شی.

دریمه مسله د بشری همدردی اندیښنهده . که څه هم داد ملی امنیت نه په اهمیت کی په ټیټه درجه کی راځی خو زه فکر کوم چی دا باید له یاده ونه ایستل شی.

راچل کلاین فیلدپه دی باب داسی وویل: په افغانستان کی په ملیونو نو خلک او سیږی او هغوی حق لری چی شریفانه ژوندولری. هغوی حق لری چی سوله ولری او خپل ژوندی تعمیر وکړی. او په نړی کی خپله ونډه واخلی او مرسته وکړی.

تیر کال زه هلته وم او داسی خلک می ولیدل چی هرڅه یی کولی شول لکه دنړی نور خلک یی چی کوی خوهغوی ته داحق ندی ورکړل شوی چی د خپل هیواد په کارونوکی ونډه واخلی او په نړی کی سهم ولری. ځکه چی هلته تعلیمی بنیادونه نشته، نور بنیادی سهولتونه نشته او دا د شرم خبره ده او یوه ریښتونی ضایعه ده.

XS
SM
MD
LG