د لاس رسي وړ اتصالات

د جوس په ډبي الوتکه یرغمل شوه


د بولیویا هیواد یو مذهبي جنوني د لنډ وخت لپاره هغه الوتکه یرغمل کړه چې د کین کون له سیلاني ځای څخه په مکسیکو ښار کې کښته شوه.

د الوتکې ټول مسافر او کارکونکي وروسته بې له کوم زیانه خوشي شول.

دغه مذهبي کس چې انجیل یې په لاس کې و او له یو سلو درې مسافرو ډکه طیاره یې د یو ساعت نه زیات وخت یرغمل نیولې وه، خلک د بم په پلمه د جوس په یوه ډبي ویرولي وو.

پولیس په داسې حال کې چې وسلې ورسره وې او مخونه یې پټ وو طیارې ته ورننوتل او بې له دې چې کوم ډز وکړي څو کسه یې لاس تړلي له الوتکې کوز کړل. خو وروسته یې وویل چې یرغمل نیونکي کس په یوازی ځان دا کار ترسره کړی و.

XS
SM
MD
LG