د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو کنترول مخ په پراخیدو دی


په امریکا باندی ترورستی حملی نه اته وروسته چې په افغانستان کې ئې د طالبانو رژیم راوپرزاوه، داسی نخښی نښانی شته چې یاغیان دننه په هیواد کې خپل کنترول پراخوي. په عینی وخت کې د برتانیې او امریکا لوړرتبه ماموران دافغانستان دجمهوری ریاست په انتخاباتو کې د ټگئ برگئ په باره کې اندیښنه څرگندوی.

د نظر د خاوندانو یوې پیاوړې بین المللی ټولنې یوه نوې نقشه خپره کړیده چې د لومړی ځل لپاره پکی دا ښودل شویده چې طالبان دافغانستان په اتیا فیصده خاوره کې حضور لری.

په لندن کې دامنیت او پرمختیا دبین المللی شورا دپالیسی طراح الکساندر جیک سن پدی باره کې داسی وايي:

موږ اوس ونیو چې طالبان په درست هیواد کې حضور لری. یوډیرمهم شی چې موږ ئې اوس په دغه نقشه کې وینو هغه دهیواد په شمال کې دطالبانو را پیدا کیدل دی. دکندوز او بلخ په شان ولایتونو کې چې پخوا نسبتآ ارام و، اوس وینو چې دطالبانو فعالیت پکی زیات شویدی.

او په نتیجه کې په دغو سیمو کې دافغانستان دحکومت، بین الملللی اوملکی هدفونو په خلاف د یاغیانو په حملو کې زیاتوالی راغلی دی.

دغه رپوټ په داسې حال کې خپور شوی چې د اوباما حکومت پدی موضوع بحث کوی چې دافغانستان د جنگ په باب خپلی وعدی نوری لازیاتی کړی چې په امریکا کې ورسره ورځ په ورځ دخلکو علاقه کمیږی.

لیکن په کابل کې اوسنی حکومت سمدستی دطالبانو دگواښ سره مخامخ ندی بلکه دخپل اعتبار په باره کې اندیښنه لری.

افغانان اوبین المللی ټولنه دواړه داگست دشلمی نیټی دجمهوری ریاست دانتخاباتو په باره کې اندیښنه لری چې څنگه سرته ورسیدل . نسبی نتیجی چې جنجال پکی دی، ښئ چې برحال جمهوررئیس حامد کرزی پکې پوره مخکې دی.

دبریتانی دبهرنیو چارو وزیر ډیویډ ملیبانډ دبی.بی.ثی. تلویزن ته وویل، افغانستان یو باوری حکومت ته ضرورت لری چې واقعآ ددغه هیواد لارښونه په جدی توگه وکړی. ښاغلی ملیبانډ د هغو تورونو په باره کې اندیښنه څرگنده کړیده چې د تیری میاشتی په انتخاباتو کې د ټگی برگی په باب لگیدلی دی. دی وائې،ددغه رایه اچونی صحیح تعریف به آزاد او عادلانه انتخابات نوی.

مگر دافغانستان لپاره دامریکا یو لوړ رتبه ډیپلومات بی.بی.ثی. راډیوته وویل، ددویم ځلی انتخاباتو د کیدو سوال نه پیدا کیږی.

ریچرد هولبروک د بي.بي.سي راډیو سره په مرکه کې وویل، دانتخاباتو دجریان د اوږدولو نه به طالبان او القاعده گټه واخلی.

توقع ده چې دانتخاباتو خپلواک کمیسیون به دشنبی په ورځ دانتخاباتو لومړنی بشپړ نتیجی اعلان کړی.مگر دانتخاباتو دڅارنی کمیسیون چې ملگرو ملتونو مقررکړیدی، درایو دنسبی شمیرلو امرکړیدی او وائې، دهغوسلگونو تورونو په باره کې تحقیقات کوی چې په انتخاباتو کې دټگی برگی په باره کې لگیدلی دی.

جمهوررئیس کزری له پنځوس فیصدو نه زیاتی رایه وړی دی چې دخپل نژدی سیال عبداله عبداله سره دویم ځلی انتخاباتو ته ضرورت نه پیدا کیږی. مگر دبهرنیو چارو پخوانی وزیر وائې، دی به د انتخاباتو نتیجی ونه منی چې دا تور لگوی چې د برحال جمهوررئیس طرفداری پکی شویده او رپوټونه وائې، د کرزي پلویانو د رایوصندق د پاڼونه ډک کړیدی.

XS
SM
MD
LG