خپاره شوي رپوټونه وایي چی د اوباما حکومت به ډیر ژر په افغانستان کی د امریکایيزندانونو بندیانو ته ددې حق ورکړي چې پر دوی باندې د لگیدلو تورونو خلاف له ځان نه دفاع وکړي.
دغه رپوټونه چی د نیویارک ټایمز او واشنگټ پوست په ورځپاڼو کی خپاره شوی د حکومت د یو شمیر هغو چارواکیو په قول په کی لیکل شوی چی نه یی غوښتل نومونه یی خپاره شی چی دغه تسهیلات به تقریبآ ٦٠٠ هغو بندیانو ته برابر شی چی د کابل شمال پلو د بگرام د هوایی اډی په امریکایی زندان کی بندیان دی.
چارواکی وایی چی د دغه نوی سیستم له مخی به د امریکا پوځ د لومړی ځل لپاره په بگرام کی د هر بندی لپاره یو نماینده وټاکی .
دغه نماینده به مدافع وکیل نه وی ،خو کولای شی چی د بندی د دفاع لپاره شواهد راټول کړی او محکمی ته دغه شواهد او شاهدان وړاندی کړی.
د امریکا پوځ په بگرام کی بندیان ځینی حتی د شپږو کالو راهیسی د جنگی دښمنانو په نامه ساتلی دی.
د بگرام د زندان بنیدان د گوانتانامو د مشکوکو ترورستانو د بندیانو برعکس د خپلی مدافعی لپاره نشوای کولای چی مدافع وکیل ولری.
د اوباما حکومت د بندیانو سره چال چلند چی د پخوانی جمهور ریس جورج بوش نه ورته په میراث پاتی شوی تر بحث لاندی نیولی و .
په دی رپوټونو کی ویل شوی چی د اوباما حکومت به په بگرام کی د بندیانو سره د نویو مقرراتو اعلان په دی اونی کی وکړی.