د لاس رسي وړ اتصالات

خیبر دره کې د پوځ پر کاروان حمله شوې


پاکستانی چارواکی وایی چی د افغانستان د سرحد سره په قباییلی سیمی کی یاغیانو د هغوی دری عسکر د سړک د غاړی د بم په چاودنی کی وژلی دی.

چارواکی وایی چی نن یاغیانو د خیبر په دره کی د پاکستان د پوځ په یوه کاروان باندی حمله وکړه ،د پاکستان پوځ تیره میاشت د خیبر په دره کی د یاغی طالبانو پرخلاف تعرضی عملیات وکړل. په دی حمله کی پاکستانی عسکر هم زخمی شوی دی.

یاغی طالبان اکثرآ د خیبر په دره کی د موټرو په هغو کاروانونو باندی حملی کوی چی په افغانستان کی د امریکایی قواوو لپاره اکمالات کوی.

په پاکستان باندی د امریکا لخوا زیات فشار اچول شوی تر څو یاغیان وځپی.

د پاکستان امنیتی قواوو پرون وویل چی د خیبر په سیمه کی یی د یاغیانو د پټیدو په ځایونو باندی بمباری کړی دی او ٢٢ یاغیان یی وژلی دی.

XS
SM
MD
LG