د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا ته د وارداتو تگلارې سره د چین مخالفت


چین وایي د امریکا د جمهور رئیس بارک اوباما له خوا هغې پریکړې سره شدید مخالفت لري چی د هغه هیواد څخه یی د موټر او د لاریو د ټایرونو پر صادراتو باندی گمرکي تعرفې لوړي کړي دي.

چین وايي، دا کار ښيي چې امریکا یوازې د خپلو داخلي تولیداتو ملاتړ کوي چې دا د نړیوالې سوداگرئ له قوانینو نه ښکاره سرغړونه ده.

ښاغلی اوباما د امریکا د نړیوالی سوداگری د کمیسیون د نظریاتو سره سم دا گام اوچت کړ او زیاته یی کړه چی امریکا پدی کار په هغه هیواد کی دننه د ټایرونو د تولید د گټی او زیاتوالی دپاره پدې کار لاس پورې کړ.

XS
SM
MD
LG