د لاس رسي وړ اتصالات

کمیسیون: د کندز بمبارئ ٣٠ ملکیان وژلي وو


د افغانستان د حکومت له خوا یو ټاکل شوي کمسیون وایی چی په دی میاشت کی د کندز په ولایت کی د ناتو په هوایی بمباری کی ٣٠ تنه ملکی خلک وژل شوی او ٩ تنه زخمی شوی دی.

د کمسیون یو غړی محمدالله بکتاش وایی چی په دی حمله کی چی د تیلو د دوو ټانکرونو د تښتولو وروسته د جرمنی د قواوو د قوماندان لخوا د هوایی بمباری امر ورکړ شو، ٦٩ طالبان وژل شوی دی.

د ناتو قواوو لومړنییو تحقیقاتو وښوده چی په دی بمباری کی ملکی خلک وژل شوی دی.

د ناتو قوماندان ستینلی مک کریستل یو هییت ټاکلی چی د دغی پیښی تحقیق وکړی چی ولی د هوایی قوی غوښتنه شوی ده.

په یوه بل خبر کی د جرمنی د بهرنیو چارو وریر فرانک والتر ستاین مایر وایی چی په راتلونکو څلورو کالو کی د هغوی هدف به دا وی د افغانستان نه د خارجی قواوو د ایستلو زمینه مساعده کړي.

XS
SM
MD
LG