د لاس رسي وړ اتصالات

صوبه سرحد کې د بی پیلوټه الوتکی بمبار ۴ تنه ووژل


پاکستاني چارواکي وايي چی د امریکا د بی پیلوټه الوتکی په عملیاتو کی چی د شمالي وزیرستان په قبایلي سیمو کی ترسره سول، څلور یاغیان وژل سوي دي.

چارواکي وايي چی بی پیلوټه الوتکی د دوشنبی په ورځ د میرانشاه په ښار کی د طالبانو پر یو موټر برید وکړ.

پاکستاني چارواکو ویلي دي چی په وروستیو میاشتو کی د آمریکا بی پیلوټه الوتکی د پاکستان په شمال لویدیځو برخو کی د یاغي طالبانو او القاعده ترهګرو پرضد د ۴۰ څخه زیاتو توغندیو ډزی کړیدی.

د یادونی وړ ده چی آمریکايي چارواکي د یادوسویو توغندیو په هکله په ندرت باندی خبري کوي خو پاکستان دغه کار په ښکاره باندی غندي او وايي چی دا د پاکستان د خاوری د تمامیت له پامه غورځول دي.

د یو بل خبر د مخی پاکستاني چارواکو خبر ورکړی دی چی د دوشنبی په ورځ د ګڼه ګوڼی له کبله د کراچۍ په ښار کی ۱۸ ښځۍ او ماشومان وژل سوي دي. دغه پیښه هغه مهال رامینځ ته سوه چی خلګو د مفتو وړو دپاره چی د روژی په میاشت کی هر کال توزیع کیږي انتظار ایسته.

په دغه پیښه کی څو نور خلګ هم ټپیان سوي دي.

XS
SM
MD
LG