د لاس رسي وړ اتصالات

ډاکتر عبدالله د مظاهرو خبرداری ورکړی


د ټایمز اف لندن ورځپاڼی لیکلي دی چی په انتخاباتو کی مخالف سیاسی مشر ډاکټر عبدالله عبدالله خبرداری ورکړیدی چی ښایی دی په دی قادر نه وی چی خپل قهریدلی ملاتړ او پلویان له مظاهرو نه ایسار کړی.

هغه وویل چی په انتخاباتو کی داخبره را څرگنده شویده چی په پنځو کی یو ه رایه په ټگۍ اچول شویده. ټایمز اف لندن لیکی چی عبدالله عبدالله د سنډی ټایمز خپرونی ته هغه وخت چی د هغهپلویانو غږ وکړ چی دوی به مظاهری وکړی، وویل : ما په ټینگه ترینه غوښتی دی چی داسی کار ونکړی، ځکه هغوی په دی خبر دی چی وضعه څومره کمزوری ده. خو هغه وویل چی که تاسی د سل په سلوکی تضمین غوښتنه کوی چی ایا ته په دی قادر یی چی په دی هیوا دکی هرڅوک کنترول کړی نو ددی پوښتنی ځواب نه دی.

ټایمز اف لندن د یکشنبی په ورځ لیکلي چی تراوسه پوری د ټولو رایو ٩٢ فیصده شمیر ل شویدی. او جمهوررئیس حآمد کرزی ۴٥ اعشاریه دری فیصده گټلی دی. خو کله چی درایو شمیر ل تکمیل شی او دا رایی د کمیسیون له خوانه تصدیق سی نو دارایی کافی دی چی ددویم ځلی انتخاباتو مخه ونیسی. په دی کی دیادونی بله مهمه خبره داده چی دا رایی ٥٥ فیصدو ته بیخی نیژدی دی اوهمدا شمیر رایی ښاغلي کرزي په ٢٠٠۴ میلادی کال کی هم گټلی وی. که څه هم دهغه په حکومت باندی د ډیرو خلکو ډاډ کم شویدی.

ټایمز اف لندن لیکي چی عبدالله عبدالله چی په دی انتخاباتوکی په دویمه درجه راغلی دی او ٢٨ اعشاریه یوفیصدر ایی یی گټلی دی په دی ټینگار کوی چی یوازینی منصفانه نتیجه به داوی چی دویم ځلی انتخابات وشی. هغه وویل چی موږ د ستر تقلب او درغلی په باب خبری کوو.

نړیواله ټولنه سختی هلی زلی کوی چی جمهوررئیس حآمدکرزی او په انتخاباتو کی دهغه دوه مهم رقیبان دیته وهڅوی چی ددی لپاره دملی وحدت یو حکومت جوړ کاندی چی دمرگ ژوبلو نه ډکو مظاهرو مخه ونیسی.

د ټایمز مجله لیکی چی دافغانستان یو قوی جنگسالار د جمهوری ریاست د انتخاباتو د نتایجو په باب دخلکو د مظاهرو کولو د حق ملاتړ کړیدی:

د ټایمز مجله د سپتمبر په ١١مه لیکی چی دافغانستان یو قوی جنگسالار د جمهوری ریاست دانتخاباتو دنتایجو په باب دخلکو د مظاهروکولو د حق ملاتړ کړیدی. د ټایمز خپرونه لیکی چی دی خبری دا ویره را پیدا کړیده چی په دی هیواد کی تشدد اومرگ ژوبله زیاتیدلی شی که چیری بایلونکی کاندیدان د انتخاباتو نتیجه په دی سبب رد کاندی چی په انتخاباتو کی ټگی شویده.

جنرال عطا محمد نور د جمهوررئیس کرزي ملاتړ ونکړ بلکه دهغه دانتخاباتی سیال ملاتړ یی وکړ. هغه په دی خبره ټینگار وکړ چی دازموږ دخلکو حق دی چی له خپلو رایونه دفاع وکړی. هغه وویل مظاهری کول ، غونډی جوړول ، اعتصابونه، او اعتراضونه چی خلک یی داوسنی نظام د تقلب خلاف کوی دادخلکو مطلق حق دی.

د ټایمز مجله لیکی چی جنرال عطآ محمد نور په ملی تلویزیون کی خبری کولی او د کورنیو چارو په وزیر حنیف اتمر باندی یی تور ولگاوه چی خلک دیته مجبوروی چی چوپه خوله شی. دغو دواړو کسانو د شوروی اتحآد داشغال په وخت کی په دوه مختلفو قطبونو کی جگړه وکړله. جنرال عطآ د مجاهدینو قوماندان و او ښاغلی اتمر دکمونیستانو لپاره په جگړه کی خپله پښه بایلله.

ټایمز د جنرال عط‍ا له قوله لیکی چی وی ویل : دوی هغه خلک تهدیدوی چی دهغوی په وینه باندی چوکۍ اوقدرت ته رسیدلی دی. د بلخ والی جنرال عطا وویل هیڅ داخلی او خارجی قدرت زموږ ازاد خلک ځپلی نشی. دهغه داتبصری وروسته له هغه نه کیږی چی دکورنیو چارو وزارت وویل چی که هر چا مظاهره وکړله نودهغه غاښونه به مات کړی.

د ټایمز خپرونه لیکی چی په انتخاباتوکی مهم رقیب عبدالله عبدالله په شیمرل شویو رایوکی تراوسه پوری ٢٨ فیصده گټلی دی په داسی حال کی چی ښاغلی کرزی ٥۴ فیصده رایی گټلی دی. ټایمز لیکی چی تقریبا ټولی رایی شمیرل شویدی. عبدالله عبدالله خبرداری ورکړیدی چی په رایو کی تقلب د بی ثباتی نسخه ده. هغه لوړه کړیده چی دانتخاباتو دنتایجو سره د مقابلی لپاره به دهرډول قانونی لارو چارو نه کا رواخلی. خو دهغه ملاتړو خبرداری ورکړیدی چی دایرانیانو په څیر به مظاهری وکړی البته له کله شینکوف ماشیندارو سره- که چیری کرزی دانتخاباتوپه ا وله مرحله کی انتخابات وگټی. هغوی په دی ټینگار کوی چی هغه داکار یوازی په تقلب سره کولی شی. دیپلوماتان په دی ویره کی دی چی داهیواد د قومیتو نو پر بنا سره ویشل جلا کیدلی شی.

ټایمز دافغانستان د یوه تجار له قوله لیکی چی ډیر خلک دا حالت نشی درک کولی چی څومره خطر ناک دی. هغوی مخالفانو ته په کم نظر گوری او زیاتره خلک حکومت ته هم په ډیرقوی نظر گوری چی هرڅه خاموش کولی شی. ټایمز لیکی چی د یوه کله شینکوف بیه په دی نیژدی اونیو کی تقریبا دوه چنده شویده. داسی اټکلونه کیږی چی خلک ځان بیرته مسلح کوی که څه هم له څو کلونو راهیسی نړیوال کو شش کوی چی دوسلو د پلورلو او رانیولو شمیر کم کړی.

دملگرو ملتونو په ملاتړ او حمایت چی د انتخاباتو د شکایتونو کوم کومیسیون جوړ شویدی هغوی تراوسه پوری د ٨٣ انتخاباتی حوزو رایی له شمیر نه ایستلی دی او په دی ولایتونو کی یی د تقلب نښی نښانی پیدا کړیدی. خو دغه کومیسیون تراوسه پوری ندی ویلی چی څومره رایی یی باطلی کړیدی.

XS
SM
MD
LG