د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان کرکټ ټیم په لسو ټیمونو کی دوهم مقام وگاټه


د کاناډا په ټورنټو ښار کی د کرکټ د نولسو کالو نه د کم عمر لوبغاړو په مسابقو کی د افغانستان کرکټ ټیم خپله وروستئ مسابقه د کوربه هیواد کاناډا نه د پنځو لوبغاړو په سر وبایلله او له دې سره د افغانستان ټیم په ټول ټورنمنټ کی د ایر لینډ نه وروسته په لسو ټیمونو کی دویم مقام تر لاسه کړ.

د افغانستان د تنکیو ځوانانو کرکټ ټیم چی دی مسابقو کی یی په نهو کی دوه مسابقی بایللی او اووه گټلی دی ځان یی په کال ٢٠١٠ کی نیوی زیلنډ کی د تنکیو ځوانانو نړیوالو مسابقو ته رسولی دی.

د افغانستان د کرکټ د نولسو کالو نه د کم عمر ټیم کپتان شیر شیرزی امریکا غږ اشنا راډیو سره مرکه کی ویلی دی چی دوی د دپاره دا لویه خبر ده چیپه دومره کمو امکاناتو او مشکلاتو کی د افغانستان نوم د دنیا د کرکټ په میدان کی دومره لویی مقام ته رسولی دی. شیر شیرزئ چی پخپله د افغانستان د شمالی برخو دی او ټیم کی زیاتره لوبغاړی یی د جنوبی او مشرقی برخو دی. وایی چی مونږ ټول چی کله میدان ته وځو نو یوازی دا فکر راسره وی . چی د افغانستان دپاره لوبه کوو. او گټه به کوو.

شیر شیرزئ وایی چی زمونږ د ټیم په دومره کامیابیو کی اصله خبره دا دهچی ټول لوبغاړیپه اسلامی اوملی جذبی سره میدان ته وځی. اول چی لوبه پیل کوی نو په گډه سره دعا کوی. د خدایی نه مرسته غواړی او بیا د ملی بیرغ په رپولو سره میدان ته کوزیږی.

د افغانستان د تنکیو ځوانانو د کرکټ ټیم کپتان د خپلو کامیابیو بل سبب د افغانستان د کرکټ بورډ د مشرتابه په خاصه توگه د مالیی وزیر ډاکټر عمر زاخیلوال د بورډ مشر سید شاه امینزئ د ټیم کوچ دولت خان ځاځی او منیجر نوید کاکړ کوششونه هم یادوی.

خو ورسره دی دا هم وایی چی ټول لوبغاړی د ایوب احمد زی نه واخله د ایمل وفا پوری ډیرزیار وباسی او کوشش به کوی چی بل کاته د افغانستان دپاره د نړیوال جام سوغات هم د نوی زیلانډ څخه راوړی.

XS
SM
MD
LG