د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کی ٣ امریکايي پوځیان ووژل شول


د امریکا پوځی چارواکی وایي چی درې امریکایي پوځیان د افغانستان په جنوب کی د سړک د غاړې د بم په چاودنه کی وژل شوي دي.

چارواکیو دغه اعلان نن وکړ خو په دی اړه یی نور تفصیل نه دی ورکړی.

دغه چاودنه د ناټو او امریکایی قواوو په خلاف د یاغیانو د حملو په لړ کی شوی ده.

تیره میاشت په افغانستان کی د امریکایی قواوو لپاره د ٢٠٠١ کال راهیسی چی طالبان د قدرت نه راوپرځول شول، تر ټولو خونړی میاشت وه.

په دې وروستیو وختونو کی په افغانستان کی د تشدد لمن په داسی حال کی خپره شوې چی طالبان غواړی په ملک کې خپل نفوذ زیات کړي.

XS
SM
MD
LG