د لاس رسي وړ اتصالات

پر بوش د څپلۍ گوزار کوونکی خوشې شو


هغه عراقي خبریال چې د امریکا په پخواني جمهور رییس جورج ډبلیو بوش یي د بوټونو ګوزار کړی و، وایي چې د نهو میاشتو بند په دوران کې تعذېب او شکنجه شویدی.

عراقي چارواکو ښاغلی منتظر الزیدي د تیرې سه شنبې په ورځ د نهو میاشتو بند د تیرولو وروسته په بغداد کې خوشې کړو. تر خوشې کیدو وروسته الزیدي د البغدادیه ټلویزوني چینل له لارې چې نوموړي ورسره پخوا دنده تر سره کوله،مطبوعاتو ته وینا وکړه او وې ویل چې د نهو میاشتو بند پرمهال یې هغه په شلاخواو د برقی ټکانونو پواسطه کړولی او وهلی ټکولی هم دی.

د الزیدي روغتایي حالت ښه ښکاري خو ښکاري چې یوازې یوغاښ یې مات شوی وي.

هغه وویل چې اوس یې ژوند په خطر کې دی ، بیره او اندیښنه لري چې دامریکا استخباراتي ادارې به دی تر تعقیب لاندې ونیسي.

د ٢٠٠٨ کال د دسمبر په میاشت کې الزیدي د امریکا پخوانی جمهور رییس ښاغلی بوش د عراق د لومړي وزیر نوري المالکي سره د یوه ګډ خبري کنفرانس په ترڅ کې په بوټونو وویشت او هغه ته یې د سپي خطاب وکړ. خو د بوټ د وارولو پر وخت بوش ځان ټیټ کړ او د لږیدو څخه یې ځان بچ کړ.

XS
SM
MD
LG