د لاس رسي وړ اتصالات

کرزي د اروپايي ناظرینو رپوټ رد کړ


د جمهور رئیس کرزي د انتخاباتو د کمپاین مامورینو د اروپايي اتحاد د ناظرینو هغه رپوټ بې اساسه گڼلی چې وايي د تیری میاشتی د جمهوری ریاست په انتخاباتو کی یی ١،٥ میلیونمشکوکی رایی شمیرلي دي چې 1.1 میلیون یې په کرزي پورې اړه لري.

په هغه بیانیه کې چې د کرزي د کمپاین د ډلې له خوا په عاجل ډول خپره شوه، د اروپايي ناظرینو دغه وینا جانبدارانه، غیرمسئولانه او د افغانستان د اساسي قانون خلاف بلل شوې ده.

په بیانیه کې ویل شوي چې دا د افغانستان د انتخاباتو د شکایتونو د اوریدو د کمسیون دنده ده چې دغه ډول مشکلات هوار کړي نه د نړیوالو ناظرینو.

د افغانستان د انتخاباتو کمیسیون اعلان کړی و چې بشپړ ابتدايي نتایج به نن اعلان کړي.

XS
SM
MD
LG