د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د انتخاباتو ابتدايي نتایج اعلان شول


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمسیون وایی چی د انتخاباتو لومړنیو نتیایجو وښوده چی جمهور ریس حامد کرزی ٥۴ فیصده رایی وړی دی.

دغه نتایج تر هغه پوری نه دی نهایی تر څو پوری چی د ملگرو ملتونو تر ملاتړ لاندی د شکایتونو د اوریدو کمسیون هغه نه وی تایید کړی.

دغه کمسیون د رایو د قسمی شمیرلو امر کړی چی کیدای شی رسمی نتایج د څو اونیو لپاره وځنډول شی.

د انتخاباتو خپلواک کمسیون نن لومړنی نتایج اعلان کړل.،او وایی چی ٣٨ فیصده خلکو رایی اچولی دی.

دغه کمسیون وایی چی ښاغلی کرزی 54.6 فیصده رایی وړی چی د انتخاباتو د دویم ځلی دور ته د انتخاباتو د وړلو لپاره د ٥٠ فیصدو نه یی زیاتی رایی وړی دی.

همدا شان وایی چی د هغه مهم سیال عبدالله عبدالله ٢٧ فیصده رایی وړی دی.

XS
SM
MD
LG