د لاس رسي وړ اتصالات

'اوباما د افغانستان او ویتنام د جگړو مقایسه رد کړه'


د نیویارک ټایمز ورځپاڼه د دوشنبی په ورځ د سپتمبر په ١٥مه لیکی چې دامرېکا جمهوررئېس براک اوباما دافغانستان د جگړی او دوېتنام د جگړی ترمنځ چې تقرېبا ېونسل مخکی پېښه شوی وه، مقاېسه رد کړه.

د نېوېارک ټاېمز ورځپاڼه، ددوشنبی په ورځ د سپتمبر په ١٥مه لېکی چې دامرېکا جمهوررئېس براک اوباما دافغانستان د جگړی او دوېتنام د جگړی ترمنځ چې تقرېبا ېونسل مخکی پېښه شوی وه، مقاېسه رد کړه. خو هغه دناکامی د خطرونو په باب اندېښنه وښودله او وعده ېې وکړله چې مخکی له دېنه چې دې د ستراتېژی په برخه کې نورې فېصلی وکړی دی به ېو بشپړ بحث ور باندی وکړی.

دامرېکا د جمهوررئېس له تبصرو او د سپېنی ماڼی له هغو مرکونه چې له نېوېارک ټاېمز او CNBC سره ېې کړېدی داسی ښکاری چې دده په گوند کې ددې مساېلوپه باب دناراحتېو په ځواب کې شوېدی. نېوېارک ټاېمز لېکی چې په دېموکراتانو کې په کانگرېس کې په دې امکان باندی ناراحتی موجوده ده چې امرېکا به د افغانستانه په ستونزو کې ونښلی.

نېوېارک ټاېمز لېکی چې له براک اوباما نه دا پوښتنه وشوه چې اېا دی له دېنه وېره لری چې د جمهوررئېس لېندن جانسن په سرنوشت باندی اخته شی؟ هغه په ١٩٦٨ کال کې د جمهوری رېاست په انتخاباتو کې د بېا کاندېد کېدلونه د وېتنام د جنجالونو په سر انکار کړی و. ښاغلی اوباما ځواب ورکړ چې پکارده له تارېخ نه ېو څه درسونه زده کړی شی، خو له بل پلوه هره تارېخی شېبه له بلی نه مختلفه ده. ته ېوه سېند ته دوه ځلی نشی ور ښکته کېدلی. نوپه دې توگه افغانستان وېتنام ندی.

خو هغه زېاته کړه چې دډېرو اقداماتو کول او د واضحو اهدافو نلرل او دامرېکا دخلکو له خوانه دقوی ملاتړنه لرل، داسی مساېل دی چی زه هروخت پرې فکرکوم.

نېوېارک ټاېمز لېکی چې براک اوباما وعده وکړله چې په افغانستان کې دجگپوړه قوماندان جنرال ستانلی مکرېستل د سپارښتنو په برخه کې غور وکړی چې نور عسکر افغانستان ته ولېږی او که نه. خو هغه ددې ادعاگانو په باب چې واېې دترهگرانو د شبکو تخرېبول په بې پېلوټه الوتکېو باندی هم کېږی او نوری متبادلی لارې هم شته دی نسبت دېته چې عسکر ولېږل شی داسی ووېل چې زه تاسی ته ېقېن درکوم چې که خبره داسی وای نو زموږ ٦٨ زره عسکر به په افغانستان کې نه وای.

د ډېلی ټاېمز لندن خپرونه د چارشنبی په ورځ د سپتمبر په شپاړسمه باندی لېکی چې دافغانستان په انتخاباتوکې د تقلب تورونه په امرېکا کې د ښاغلی اوباما لپاره ستونزی را پېدا کولی شی. په داسی حآل کې چې هغه همدا اوس هم افغانستان ته د زرگونو نورو عسکرو د لېږلو امر کړېدی. ډېلی ټاېمز لند لیکی چې توقع ده ښاغلی اوباما په راتلونکېو اونېو کې په دی برخه کې پرېکړه وکړی چې نور عسکر افغانستان ته ولېږی او که نه.

XS
SM
MD
LG