د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې ځانمرگي حملې ٦ ایټالوي عسکر او ١٠ افغانان ووژل


د ځانمرگې د بم یوې سترې چاودنې نن د کابل ښار ولړزاوه، لږ تر لږه شپږ ایټالوي عسکر او ١٠ ملکي افغانان یې ووژل.

چارواکي وايي یوه ځانمرگي خپل د چاودیدونکو موادو ډک موټر د امریکا سفارت ته نږدې د کابل د هوايي میدان پر سرک باندې د ایټالوي عسکرو د کاروان له دوو موټرو سره وجنگاوه.

طالبانو د پیښې مسئولیت اخیستی دی.

عیني شاهدان وايي د پیښې له ځای نه لوخړه او دود پورته کیږي او امبولانسونه لیدل کیږي.

د ایټالیې د دفاع وزارت وايي، د دوی څلور نور عسکر په پیښه کې زخمي شوي دي. عیني شاهدان وايي، ډیرو موټرو ته تاوان رسیدلی چې په دې کې یو پوځي موټر هم شامل وو چې د ایټالیې بیرغ ورباندې وو.

د افغانستان مقامات وايي په لسگونو ملکي افغانان په دغې چاودنې کې زخمي شوي دي.

دا په کابل کې د وروستیو حملو تازه پیښه ده. د سپتمبر په اتمه د کابل د نظامي هوايي میدان سره نږدې په دغه ډول یوې بلې پیښې کې درې ملکیان وژل شوي وو.

XS
SM
MD
LG