د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما: افغانستان ته د عسکرو لیږلو کې بیړه نه کوي


د امریکا جمهور رئیس بارک اوباما وایی افغانستان ته د نورو امریکایي عسکرو د لیږلو په پرېکړه کې به بېړه ونشي

د چهارشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د کاناډا د صدراعظم ستیفن هارپر سره تر لیدو وروسته ښاغلي اوباما وویل د هغه هوډ دادې چې پدې هکله سمه پریکړه وکړي.

ښاغلي اوباما وویل په افغانستان کې د جگړې لپاره یوه روښانه ستراتیژي نه وه.

د سه شنبې په ورځ د امریکا جگپوړي جنرال مایک مولن وویل په افغانستان کې د طالبانو په وړاندې د جگړې د گټلو لپاره ښایي نوروامریکا یي ځواکونو ته ضرورت پیښ شي.

XS
SM
MD
LG