د لاس رسي وړ اتصالات

امریکايي وکیل: اوباما باید افغانستان کې هدفونه مشخص کړي


د امریکا د ولسي جرگې جمهوري غوښتونکي غړي فرینک وولف جمهور رئیس بارک اوباما ته یو لیک لیږی او له هغه نه یې غوښتنه کړې چې د امریکا ولس ته په افغانستان کې د امریکا هدفونه مشخص کړي.

ښاغلي وولف د چهارشنبې په ورځ د جمهور رئیس نه د خپلو غوښتنو په هکله خبریالانو ته معلومات ورکړل.

ښاغلي وولف په خپل لیک د جمهور رئیس اوباما نه غوښتي چې په افغانستان کې د امریکا د ستراتیژۍ د ملاتړ په هدف دی د دواړو گوندونو د پیژندل شوو څیرو یو گډ پلاوی جوړ کړي.

فرینک وولف وایې امریکايي ډیموکراسي دا وخت په افغانستان کې د تطبیق وړ نه ده.

XS
SM
MD
LG