د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما: راتلونکی المپیک دې په شیکاگو کې وي


جمهور رئیس بارک اوباما وویل د امریکا ټول ایالتونه دا هڅه کوي چې د کال دوه زره شپاړس د المپیک لوبې دده د استوگنې په ښار شیکاگو کې وشي.

ښاغلی اوباما وایی که چیرته شیکاگو ددغه لوبو لپاره انتخاب شوه نو دا ښار به د امریکا ویاړ او امریکا به د نړۍ ویاړ وگرځي.

د چهارشنبې په ورځ ښاغلي اوباما په سپینه ماڼۍ کې د المپیک په اړوند غونډه جوړه کړې وه او د المپیک د ورزشکارانو په شمول د شیکاگو د ښاروال ریچرډ دلي سره یې لیدنه وکړه.

ټاکل شوی د المپیک نړیواله کمیټه د اکتوبر په دویمه نیټه په ډنمارک کې د خپلې غونډې په ترڅ کې د راتلونکي المپیک سیالیو لپاره یو ښار وټاکي.

XS
SM
MD
LG