د لاس رسي وړ اتصالات

په قاهره کې د روژې میاشت


په قاهری کی د الحسین ښارگی هغه ځای دی چی اسلامی او نور تاریخی انتیک شیان هلته مونلای شی. دا مارکیت په ځانگړی توگه د روژی په مبارکه میاشت کی ځانته جلا خوند لري او د خلکو په گڼه گوڼه لا ژوندی ښکاري. دا بازار په رنگارنگ څراغونو سینگار شوی وي. او همدا وي چی خلکو په کورونو کی د روژه ماتی نه وروسته دی ځای ته راځی او هلته خپل وخت په خوشحالی تیروی.

د الحسین په څلور لارې کی لوی جومات، رنگ په رنگ دوکانونه او کافی خانی، چی بیلابیل خوندور خواړه پکی خیږی او د څښاک شیان هلته موندل کیږی دی ځای ته لا ښکلا بښلې ده.

د مصر د عدلیی وزارت هم پدی ځای کی خپله کلنی اسلامی غونده تر سره کوی چی دا ځای یواځی د اسلامی متفرکرینو لپاره نه بلکه د نړی د سیلیانیانو هنرمندانو،او ساینس پوهان دپاره هم د مینی او علاقې وړ ځای دی.

ډیرخلک پدی ځای کی په هغه مشهوره کافی خانه کی د فیش اه وی په نامه سره راټولیږی کوم چی ٢۴٠ کاله مخکی جوړه شوی ده.

د سیمی اوسیدونکی او سیلیانیان پس له اوږدی ورځی څخه دلته سره راټولیږی او د قطو او نورو لوبو په تر سره کولو او د خوږ په خوړلو سره خپل وخت په خوشحالی سره تیروی.

د فیش اه وی کافی پلورنځای د ١٧٧١م کال راپدی خوا پدی ځای کی جوړه شوی ، نودایو تاریخی ځای دی ځکه خلک د هری خوا څخه دلته راځی او غواړی تاریخ ورپه یاد کړی. پدی ځای کی مختلفه دینی، سیاسی، ساینسی او کلتوری غونډی تر سره کیږی.او همدا ځای د مصر د لرغونی تاریخ مهمه برخه گڼل کیږي.

د نویو ځوانانو د ټولنی غړو د الحسین ښارگوټی ته یو جایزه هم ورکړی ځکه هغیو کولا شي دلته په وسا فکر او ارام زړه ښه وخوری ، موسیقی ته غوږ ونیسی، او په منځی ختیځ کې کلتوری شوق چی د چلم دود کول دي او هلته د نارگیلا په نامه یادیږی وڅکوي.

محمد د قاهری اوسیدونکی وایی دلته د ځوانو ملگرو گروپ د روژی مبارکه میاشت په خوشحالی سره نمانځي.

پدی ځای کی په واقعت سره تاسو کولای چی د روژی مبارکه میاشت احساس کړی، تاسو کولای شی چی د مختلفو سویو خلک وگوری،او په مصر کې د مختلفو ملیتونو گډه او شریکه ټولنه ووینۍ.

پدی ځای کی د الحسین مشهور جومات هم شته چی عبادت کونکي د روژی د مبارکی میاشتی په ماښام کی هلته د لمانځه دپاره راځي امنه ابو سلاخ یوه سیلیانی خپل نظر داسی څرگندوی.

په ترکییی کی تر نیمی شپی پوری په جومات کی لمونځ کولای شئ، خو دلته په قاهری کی تر سهاره یعنی تر لمر ختو پوری عبادت کیدای شي . په واقعت سره مصر ډیر ښکلی دی په ځانگړی توگه چی سږ کال مونږ په روژه کی دلته راغلی یو.

د روژی مبارکه میاشت به د سپتامبز تر ٢٢ پوری دوام وکړي، خو بیا هم دا ټول د هجری قمری پر نوی میاشتی پوری اړه لری چی هغه د مسلمانانو په جنتری کی نوی میاشت بلل کیږی.

XS
SM
MD
LG