د لاس رسي وړ اتصالات

دوبۍ کې د ځمکې لاندې ریل گاډی پرانیستل شو


په دوبی کی د لمړي ځل لپاره د د ځمکې لاندې ریل گاډي یا میټرو سیستم جوړ شو.

دا په عربي هیوادونو او اماراتو کې لمړی ځل دی چی خلک له میټرو نه گټه اخلي.

د میټرو لپاره 76 کیلومترو د ریل پټلۍ غځول شوي او له موټروان پرته حرکت کوي.

اوس به په دوبۍ کې ډیر خلک په ښار کې په میټرو کې تگ راتگ کوي او له دې سره به گنه گوڼه هم کمه وي.

د میټرو دغه نوی سیستم د آماراتو شیخ (محمد بن رشید المقتوم) پرانیسته او شیخ پخپله د میټرو په لومړنیو سپرلیو کې شامل شو.

بیا وروسته د میټرو د پرانستلو غونډه د اورلوبو په تر سره کولو سره پای ته ورسیدله.

XS
SM
MD
LG