د لاس رسي وړ اتصالات

په ایران کی د ١٩٧٨ خونړۍ زلزله


د ١٩٧٨م کال دسیپټمبر په شپاړسمه نیټه ایران یوی سختی زلزلی ځپلی وچېڅه دپاسه پنځه ویشت زره (٢٥ ) تنه پکې وژل شوی وو. دزلزلی شدت دریختر په اندازه اوه عشاریه اته درجی ثبت شوی و چې دهېواد شمال ختیځه برخه ئې ځپلی وه .

دا داسی یوه سیمه ده چې په عنعنوی توگه زلزله پکی کیږی.

لس کاله مخکی دافغانستان سرحد سره نژدی دایران شمالی سیمه زلزلی ځپلی وه او ددغې زلزلی شدت دریختر په اندازه شپږ عشاریه پنځه درجی ثبت شوی وه اوتقریبآ دولس زره تنه پکی وژل شوی وو. کله چې د١٩٧٨ م کال دسیپټمبر په شپاړسمه نیټه یوی قوی زلزلی دغه سیمه وځپله نو حتئ چې نتیجه ئې ډیره مرگانی وه .

په دغه سیمه کې ډیر کورنهدخټونه جوړشوی اوپه ډیره اسانی سره ویجاړ شول.

که څه هم چې اوسیدونکی له دی خطر نه خبرو مگر نه ئې شوکولای چې قوی کورونه جوړ کړی.

دغې زلزلی دټولونه زیاته اغیزه دتباس په ښارگوټی باندی کړی وه. دغه زلزله دایرانله پائتخت تهران نه څلورسوه میله وړاندی احساس شوی وه. په هغه وخت کې دتباس په ښارگوټی کې اوه لس (١٧ ) زرو تنو ژوند کاوه چې له دوی نه یوازی تقریبآ دوه زره تنه ژوندی پاتی شوی وو.

دهغې زلزلی نه چې کومی ودانی صحیح سلامتی پاتی دی هغه دیوښونځی او یوبانک ودانی دی چې چوکاټ ئې له فولادو نه جوړ شوی وو. دیرش نور واړهښارگوټی اوکلی دخاورسره خاوری شوی واو ټول ټال پنځه ویشت زره تنه پکی وژل شوی وو. دزلزلی نه ژوندی پاتی کسان ټول بی کوره شوی وو او دهیواد په کلیوالو سیمو کې ورته خیمی وهل شوی وی.

XS
SM
MD
LG