د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا پارلمان: افغانستان کې د ناکامئ احتمال  


د امریکا د مشرانو جرګې د خارجه اړېکو جرګه ګۍ د پنجشنبې په ورځ د افغانستان د جګړې په هکله دوهمه استماعیه غونډه پرانیستله او په افغانستان کې د ممکنه ناکامۍ په اړه بحث وشو.

په داسي حال کې چې په افغانستان کې د امریکا پر ماموریت تاوده بحثونه راپورته شوي دي. جمهور ریْس اوباما وايي چې هغه به افغانستان ته د نورو عسکرو د لیږلو په برخه کې له عجلې نه کار وانخلي.

د امریکا د مشرانو جرګې د خارجه روابطو د جرګه ګۍ ریْس دیموکرات جان کېري د پنجشنبې د ورځې استماعیه غونډه پرانیستله. نوموړي د غونډې د پرانیستلو پرمهال په افغانستان کې د امریکا د ماتې د عواقبو په هکله خبري وکړې. هغه وویل چې د پاکستان امنیت د افغانستان د امنیت سره ډیر نږدې ټړاو لري.

ښاغلي کیري وویل: زمونږ تر ټولو غټ ملي لومړېتوب دا دی چې هڅه وکړ ترڅو افغانستان پاکستان بې ثباته نکړي. څرنګه چې مونږ پردې غور کوو چې په افغانستان کې د بریالیتوب دپاره باید څه وکړو، په عین حال کې باید دا هم په پام کې ونیسو چې زمونږ پرېکړه، په اسلام آباد کې زمونږ پر متحدینو اغېږه ونکړي.

د جان کیري ددغه خبرې سره د عراق او پاکستان دپاره د امریکا پخوانی سفیر راین کراکر موافق دی. هغه داسي وايي:

زه فکر کوم چې په افغانستان کې د نظامي لارې نه بری به په سخته توګه پاکستان بې ثباته کړي.

خو د امریکا په مشرانو جرګه کې زیات شمیر دیموکراتان افغانستان ته ثبات او د امنیت راوستلو ترشاه د امریکا اهداف چې پخواه د جمهور ریْس بوش د خواه تعین سوي وه او اوس د جمهور ریْس اوباما د خواه تعین سوي دي، تر پوښتنې لاندې روالي.

د یسکانسن د ایالت څخه دیموکرات سناتور روسل فینګولډ وايي چې هیڅوک په دې باور نه دي چې امریکا دي افغانستان د پام وغورځوي خو هغه په افغانستان کې د امریکا اوسنۍ تګلاره تر پوښتنې لاندې راوستله.

ښاغلي فینګولډ داسي وویل:

زه په دې باور یم چې مونږ باید خپله اوسنۍ نظامي تګلاره امتحان کړو او وګورو چې نقیصه خو به نه وي خو زما اندېښه دا ده چې په سیمه کې زمونږ ستر نظامي حضور ښايي سیمه لازیاته بې ثباته کړي.

ښاغلي فینګولډ وویل چې د امریکا متحده ایالاتو ته په کار ده چې خپل اساسي هدف تعقیب کړي او هغه د القاعده ترهګرو په نښه کول دي.

د روان کال ترپایه به په افغانستان کې د امریکايي قواوو شمیر ۶۸ زرو عسکرو ته ورسېږي، دا په داسي حال کې ده چې دغه هیواد ته د نورو امریکايي عسکرو د لېږلو مسلې د دیموکراتانو ترمینځ یو لړ بحثونه راپارولي دي خو جمهوري غوښتنونکي بیا افغانستان ته د نورو قواوو دلېږلو ملاتړ کوي.

د امریکا د ارود متقاعد ستر جنرال جان کرادک چې په اروپا کې د ناټو د متحدو قواوو قوماندان وو، په افغانستان کې یې د امریکايي قواوو پر اساسي او مهم رول باندې داسي ړنا واچوله

زه فکر کوم چې زمونږ اساسي هدف په افغانستان کې د ملکي خلکو ژغورل دي. کلیو او بانډو امنیت راوستل دي ترڅو خلک هلته پانګه اچونه وکړي، پراخیتايي کارونه ترسره سي او ترټولو مهمه خلکو ته د کاروبار زمینه مساعده سي. او کله چې خلک دغه ټول شیان لاس ته راوړي نو دو به ټول یاغیان وشړي.

په عین حال کې یو مشهور افغان امریکايي لیکوال ښاغلی خالد حسیني د امریکا د مشرانو جرګې ته وویل چې په افغانستان کې زیات شمیر افغانان دا غواړي چې امریکا او ناټو په دغه هیواد کې پاته سي. هغه وویل چې افغانان دا وېره لري چې د امریکا او ناټو په غیاب کې وضع تر دې لا خرابیدای سي.

ښاغلي حسیني داسي وویل: افغانان په دې خاطر غواړي چې خارجیان په افغانستان کې پاته سي ځکه چې هغوی د افغان ملي امنیتي ځواکونو په وړتیا او قابلیت پوهېږي چې لاتر اوسه د دې توان نه لري چې افغانستان په خپله مټه خوندي کړي.

ښاغلی حسیني اوس مهال د ملګرو ملتونو د کډوالو د چارو په اداره کې د امریکا د استازي په توګه کار کوي. هغه وايي چې د تیرو درې لسېزو جګړې له امله ۲،۶ میلیونه افغانان د افغانستان دباندي ژوند کوي او داسي هیڅ نښې نښانې نسته چې دغه افغان کډوالو به بیرته افغانستان ته ورستانه سي.

دلي خواه سناتور کېري بیا وايي چې د عراق برعکس افغانستان د بیارغونې یو پروژه نه ده بلکې د رغونې یوه پروژه ده. افغانستان د نړۍ ترټولو غریب ملک دی چې داري فساد په کښي اوج ته رسیدلی دی. ښاغلي کېري وویل چې د امریکا متحده ایالاتو ته په کار ده چې د افغانستان په اړه اساسي اهداف تعین کړي او په واضح دول خپل دریځ روښانه کړي چې د یادسویو اهدافو دپاره څه کولای سي.

XS
SM
MD
LG