د لاس رسي وړ اتصالات

کوهاټ کې ځانمرگي حملې ٣٣ تنه ووژل


د پاکستان په صوبه سرحد کې مقامات وایي یوه ځانمرگه بم اچونکي لږترلږه ٣٣ تنه وژلي دي او په لسگونو نور زخمیان دي.

پولیس وايي، پیښه د صوبه سرحد د کوهاټ ښارگوټي ته نژدی شوې ده. ځانمرگي په یوه بازار کې چې ډیره گڼه گوڼه پکی وه، دغه چاودنه وکړه.

دغه قوي چاودنه په یو وخت کې د ډیرو خلکو د مرگ ژوبلی سبب شوه او د ژغورنی کارکونکو زخمیان محلي روغتونونو ته ورسول چې ډاکټران وايي، لږترلږه د لسو تنو زخمیانو حالت ډیر جدي دی.

عیني شاهدان وايي، دغې چاودنی یو شمیر موټرې او ددغه بازار لس دولس دکانونه هم ویجاړ تباه کړي دي.

د محلی پولیسو مامور علی حسن خان د چاودنی نه لږ وروسته د پیښی ځای ته ځان ورساوه چې وايي:

ځانمرگی خپل موټر چې د چاودیدونکو موادو نه ډک و، د نورو موټرو سره چې د سرک په غاړه ولاړ وو، ولگید. دی وايي، د سرک په دواړو خواو باندی ولاړې ودانۍ ویجاړي شوې او د ژغورنې کارکونکي د خاورو خزلو نه بند پاتی کسان راوباسي.

ددغې حملی مسؤلیت تر اوسه چا په غاړه ندی اخیستی. پولیس شک لري او وايي، کیدای شي دا د هغه تاوتریخوالي برخه وي چې د اکثریت سنی او اقلیت شعیه افراطي ډلو تر منځ روان دی.

دغه حمله یوه ورځ وروسته له هغې بمی چاودنی نه وشوه چې په دغه سیمه کې یې شپږ تنه زخمیان کړل.

د جمعې د ورځی ځانمرگی حمله په داسی سیمه کې شویده چې اکثره اوسیدونکی يي اقلیت شعیه گان دي. پدې وروستیو کلونو کې د صوبه سرحد سیمه د یو لړ فرقه يي نښتو او نورو افراطي حملو شاهده ده.

XS
SM
MD
LG