د لاس رسي وړ اتصالات

یو افغان تبعه په امریکا کې د ترهگرئ په شک نیول شوی


د امریکا د قانون تطبیقولو د ادارې یو لوړ رتبه مامور وايي چې یو افغان تبعه چې د فدرالي مامورینو د خوا دغه اونۍ ورڅخه تحقیق وسو، منلی ده چې د القاعده ترهګرو سره یې اړیکې درلودې.

د هغه څخه دغه اونۍ د یوې ممکنه تروریستي حملې په خاطر تحقیقات وسول.

یاد شوي مامور چې د نوم اخیستلو نه یې ډډه وکړه خبریالانو ته یې وویل چې نجیب الله ځاځي اوس پر دې غور کوي چې پر ده لګول سوي د تروریزم تورونه ومني.

ځاځی تر اوسه نه دی نیول سوی او نه هم جزا ورکړل سوې ده خو د امریکا استخباراتي مامورینو له ځاځي نه د هغه په کور کې

دا اونۍ څو ځلي تحقیقات وکړل. ځاځی د امریکا د کلوراډو د ایالت د ډېنور په ښار کې اوسیږي.

دغه راز د ځاځي څخه په نیویارک کې د پولیسو له خوا پر یوه کور د تلاشۍ په هکله هم پوښتنه وسوه.

پولیسو د چارشنبې په ورځ د ډېنور په ښار کې د ځاځي اپارتمان هم تلاشي کړ. دا په داسي حال کې ده چې د نیویارک پولیسو نیویارک ته د ځاځي د ورتګ مخکي څو کورونو تلاشي کړي ول

مقامات وايي چې دوی د ځاځي په کمپیوټر کې داسي معلومات پیدا کړي دي چې ورڅخه د بم په جوړولو کې کار اخیستل کیږي.

ځاځي په خپل بیان کې ویلي دي چې هغه نیویارک ته د یوې تجارتي موضوع د حلولو په خاطر تللی وو. هغه وویل چې هغه لومړۍ د سپتمبر پر ۱۰ نېټه د پولیسو په یو عادي چک کې د منیهاتن د برج څخه د تېریدو پرمهال ودرول سو.

د اف بي آی د ادارې رئیس رابرت میولر ویلي دي چې د یاد سویو تحقیقاتو نه داسي قریب الوقوع خطر نه دی مخامخ.

د نیویارک ښار د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د ۱۱ مې نېټې د تروریستي حملو وروسته تل د امنیتي قواوو د خاص پاملرنې لاندې دی، تېره اونۍ په دغه ښار کې د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د یوولسمې نېټه د تروریستي حملو اتمه کلیزه ولمانځل سوه.

XS
SM
MD
LG