د لاس رسي وړ اتصالات

فلسطین: د سولې خبرې معطلي شوي دي


د فلسطین جمهور رئیس محمود عباس وايي دا چې د منځني ختیځ د پاره د امریکا خاص استازی په دې نه دی توانیدلی چې په اشغال شوې لویدیځه غاړه کې د اسرایلي چارواکو دخوا د نورو کورونو جوړول ودروي، د دې معنی ورکوي چې په سیمه کې د سولې خبرې معطلې شوي دي.

جمهور رئیس عباس دغه خبرې د مصر د جمهور رئیس حسن مبارک سره د خبرو وروسته په قاهره کې وکړې.

ښاغلیْ عباس په داسي حال کې څرګندونې کوي چې د مینځني ختیځ د پاره د آمریکا خاص استازی جورج میشال یو ورځ مخکي د سیمه څخه بېرته آمریکا ته خالي لاس راستون سو او په دې ونه توانېد چې اسرایل په دې قانع کړي چې په لودېځه غاړه کې د کورونو د جوړول کار ودروي. د کورونو د جوړولو د بندیز مسله په سیمه کې د سوله راوستلو دپاره یو دیره مهمه مسله ګڼل کېږي.

فلسطینان د اسرایل نه غواړي چې په اشغال سوې سیمه کې چې د اسرایل او عرب په جګړه کې په کال ۱۹۶۷ کې اشغال سوه، د کورونو د جوړولو کار دي په ټپه ودوري.

دبلي خواه په داسي حال کې چې آمریکا د اسرایلو نه غوښتي دي چې په اشغال سوې سمیه کې دي د کورنو د جوړولو کار د یوه کال دپاره ودوري ، داسرایلو صدراعظم بنجامین نیتانیاهو د نو میاشتو وړاندیز کړی دی. اسرایل وايي چې په یادسوې سیمه کې د طبیعي رشد دپاره د ځېنو کورونو د جوړول کار ضروري دی.

XS
SM
MD
LG