د لاس رسي وړ اتصالات

کلینټن: ایران د ملگرو ملتونو د راتلونکې غونډې مهمه مسئله ده


د امریکا د باندنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن پرون د جمعې په ورځ په واشنگټن کې وویل چې د ایران د ذروي پروگرام د سوله ییزتوب د سپیناوي په اړه د نړیوالې ټولنې په وړاندې د هغه هیواد بې پروایي، د نړۍ پر امنیت ژور اغیز درلودلی دی.

میرمن کلنټن چې په راتلونکې اوونۍ کې د ملگرو ملتونو په عمومي ناسته کې د امریکا د ایجنډا په اړه غږیده، وویل چې د ایران ذروي لانجه به د ملگرو ملتونو په راتلونکې غونډه کې د بحث تر ټولو مهمه مسئله وي.

هغې همدا راز پر هغو ټکیو رڼا واچوله چې تمه کیږي د اوباما په مشرۍ امریکایی پلاوی به یې د ملگرو ملتونو په عمومي ناسته کې څرگند کړي.

XS
SM
MD
LG