د لاس رسي وړ اتصالات

جمهوری ریاست په انتخاباتو کی د جعل کاریو په ادعاگانو علاوه د ژمی د سړو په راتلو سره د تشدد گواښونه


په افغانستان کی د جمهوری ریاست په انتخاباتو کی د جعل کاریو په ادعاگانو علاوه د ژمی د سړو په راتلو سره د تشدد گواښونه کیدای شی زیات شی.

د افغانستان د انتخاباتو د دارلانشا ریس داود علی نجفی د رویترد خبری آژانس سره په مرکی کی وویل که چیری انتخابات دویم ځل ته ولاړ شی نو باید د اکتوبر د میاشتی د دریمی اونی د مخه وشی.

داود علی نجفی وایی چی وروسته به د واوری د کیدوسره د انتخاباتو دویم ځلی کیدل نامکن کار وی.

د چهار شنبی په ورځ د انتخاباتو ابتدایی نتیاجو وښوده چی جمهور ریس حامد کرزی ٥۴ فیصده رایی وگټلی ،چی د انتخاباتودویم پړاو ته د نه تگ لپاره د ٥٠ نه زیاتی دی.

خو د جعل کاریو د ادعاگانو له امله د انتخاباتو د شکایتونو کمسیون چی د ملگرو ملتونو ملاتړ ورسره دی امر کړی چی د ځینو مرکزونو رایی دی د سره وشمیرل شی.

همدا شان نجفی وایی چی دغه کمسیون باید د خپلی څیړنی کار چټک کړی کنه نو د افغانستان په لیری پرتو سیمو کی د هوا د حالاتو له امله به دویم ځلی انتخابات وځنډول شی.

بل پلو د ملگرو ملتونو نطاق د رویتر د خبری آژانس سره په مرکی کی وویل دی اطمینان لری که چیری د دویم ځلی انتخاباتو ضرورت پیدا شی ،په وخت او زمان سره به تر سره شی.

XS
SM
MD
LG