د لاس رسي وړ اتصالات

جمهور ریس براک اوباما وایی د افغانستان نه د امریکایی عسکرو د وتلو لپاره مشخصه نیټه نلری


د امریکا جمهور ریس براک اوباما وایی چی د اوسنیو سیاستونو پر بنا به د افغانستان د جنگ په اړه کومه پریکړه ونکړی او ژمنه یی وړکړه چی درسته ستراتیژی به چی د پرمختگ لپاره مشخصه نیټه پکی ذکر شوی وی رامینځته کړی .

ښاغلی اوباما د نن په یو لړ ټلویزیونی مرکو کی وویل چی د افغانستان د امریکایی عسکرو د وتلو لپاره مشخصه نیټه نلری،خو هغه په ناټاکلی او مبهم اشغال باندی عقیده نلری.

ښاغلی اوباما چی د جنگ په اړه د خلکو د مخالفتونو سره مخامخ دی وویل چی هغه مطمین نه دی چی افغانستان ته نور امریکایی عسکر ولیږی ،خو زیاته یی کړه که چیری د القاعدی د ځپلو لپاره نورو عسکرو ته ضرورت وی نو امریکا به هر هغه څه چی لازم وی وکړی.

XS
SM
MD
LG