د لاس رسي وړ اتصالات

دامرېکا جنرال په افغانستان کې دناکامی خبرداری ورکوی


په افغانستان کې د ناټو او امریکایي قواو عمومي قوماندان خبرداری ورکړی که چیرته د راتلونکي کال په جریان کې افغانستان ته نور عسکر وانستول شي ، د دې احتمال شته چې نړیواله ټولنه په افغانستان کې د ناکامۍ سره مخ شي.

د جنرال مکرسټل د څرګندونو یوه برخه د تیرې دوشنبې په ورځ نیویارک ټایمز او واشنګټن پوسټ پخپلوخپرونو کې خپره کړیده. جنرال مکرسټل لیکلي دي چې د ناکافي امکاناتو له کبله به د افغانستان جګړه لا پسې اوږده شي او هم به زیات لګښت ته اړتیا ولري او د دې احتمال شته چې نړیواله ټولنه په دغه هیواد کې د ماتې سره مخ شي.

خو جنرال مکرسټل وایي چې لا هم نړیوالې ټولنې ته د دې فرصت لري چې د افغانستان جګړه وګټي که چیرته د نظامي قواوو شمیر په افغانستان کې زیات شي.

د امریکا جمهور رییس ښاغلی اوباما او د هغه د امنیتي چارو ډله اوس مهال د هغه رپوټ پر سر کار کوي چې جنرال مکرسټل د روان میلادي کال د اګسټ د میاشتې په 30 مه نیټه د امریکا دفاع وزیر رابرت ګیټس ته رالیږلی وو. ښاغلی اوباما هڅه کوی چې دا پریکړه وکړي چې آیا افغانستان ته نور اضافي عسکر واستوي او که نه.

د امریکا د دفاع وزیر رابرت ګیټس تیره اوونۍ وویل چې ډیر وخت ته اړتیا شته تر څو افغانستان ته د نورو عسکرو د لیږلو په اړه کومه پریکړه وشي.

همدارنګه د تیرې دوشنبې په ورځ ایټالویانو خپلو هغو شپږو عسکرو ته د درناوي مراسم ترسره کړل چې تیرو اوونۍ په کابل کې د یوه ځانمرګي برید له امله وژل شوي وو.

ایټالیا جمهور رییس ښاغلی جورجیو نیپالیټانو او صدراغظم سلویو برلوسکا ني به د دغو عسکرو د جنازې په دولتي مراسمو کې ګډون وکړي

XS
SM
MD
LG