د لاس رسي وړ اتصالات

دترهگری په دسېسه کې دری تنه افغانان دامرېکا محکمی ته وړاندی کېږی


نجیب الله ځاځی چې په امریکا کې د دایمي اوسیدلو قانوني اسناد په لاس لري او پلار یې محمد ولي ځاځی چې د امریکا تابعیت لري دواړه به د امریکا د کولوراډو ایالت د ډینور په ښار کې محاکمې ته وړاندې شي او همدارنګه دریم افغان محمد ویس افضلي به د نیو یارک په ښار کې محاکمې ته وړاندې شي.

د نیویارک د پولیسو جگپوړه چارواکی ښاغلي ریمونډ کیلي وایي چې ګمان کیږي نجیب الله ځاځي چارواکو ته دا دروغ ویلي وي چې ګواکې هغه د بمونو په جوړولو نه پوهیږي خو فدارلي اجنټانو د هغه د موټر څخه د بمونو د جوړلو د لارښوونې اسناد تر لاسه کړیدي.

په امنیتي چارو کې د امریکا د لوی څارنوال مرستیال ښاغلی ډیوډ کرس بیا وایي چې چارواکو هیڅ داسې معلومات ندي ترلاسه کړي چې وښیي دغو کسانو د کوم پلان شوي او منظم برید پلان درلود.

ښاغلي نجیب الله ځاځي هم د ټروریزم سره د هر راز لاس لرل رد کړیدي.

د نیویارک د پولیسو کمشنر وایي چې چارواکي دغې خبرې په شک کې اچولي دي چې ښاغلي ځاځي دا منلې وه چې هغه د القاعده په یوه کمپ کې په پاکستان کې تروریستي زده کړې کړې دي.

دغه څلورویشت کلن ځوان په افغانستان کې زیږدلی چې وروسته بیا پاکستان ته مهاجر شویدي او تقریباً لس کاله د مخه د خپلې کورنۍ سره امریکا ته کډه شویدي.

د ښاغلي ځاځي وکیل وایي چې ځاځي څو ځله پاکستان ته د خپلې میرمنې د لیدو لپاره سفرونه کړیدي.

XS
SM
MD
LG