د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستاني پولیسو د لشکر اسلام مشر حافظ سعید  پخپل کور کې نظر بند کړی دی


پاکستاني پولیسو د سخت دریزې اسلامي ډلې هغه مشر پخپل کور کې نظر بند کړی دی چې د هندوستان د مومبئی د ښار د تیر کال د بریدنو د اصلي طرحه کوونکي تورونه پرې لګول شویدي.

پاکستاني پولیسو د لشکر اسلام مشر حافظ سعید پخپل کور کې نظر بند کړی دی

د دوشنبې په ورځ پولیسو وویل د لشکر اسلام د افراطي ډلې مشر حافظ سعید ته د دې اجازه ورنکړل شوه چې غوښتل یې د کوچني اختر د لمانځلو لپاره له خپله کوره بهر راووځي. پولیس وایي چې پاکستاني چارواکو د ښاغلي سعید څخه غوښتلي دي چې پخپل کور کې دننه پاتې شي.

د تیرې شنبې په ورځ پاکستان په لومړي ځل دا ومنله چې د هغه اسلامي مشر څخه تحقیقات کوي چې ګمان کیږی د تیر کال د مومبئی ښار په تروریستي بریدونو کې په لاس لرلو تورن دی.

هند دغه سخت دریزه اسلامي مشر او د هغه ډله د مومبئی ښار په بریدونو کې په لاس لرلو تورنه کړیده. پدغو بریدونو کې 166 تنه ووژل شول.

دا دوهم ځل دی چې پاکستاني چارواکي حافظ محمد سعید په خپل کور کې نظر بند کوي. نوموړی په لومړي ځل د تیرکال د ډسمبر په میاشت کې وروسته تر هغه نظربند شو چې د ملګرو ملتونو یوې کمیټې؛ د هغو خلکو په لست کې شامل کړی و چې د القاعدې سره په همکارۍ کولو تورن دي.

خو پاکستانې محکمې بیا ښاغلی حافظ سعید ځکه خوشې کړ چې د هغوي په وینا ېې په دې برخه کې کافي شواهد نه درلودل.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ښاغلی رحمان ملک د تیرې یکشنبې په ورځ وویل چې پاکستاني چارواکو د تیرکال د مومبئی بریدونو په اړه خپل تحقیقات بشپړ کړیدي. ښاغلي ښاغلي ملک زیاته کړه چې ټول شواهد او نور اړونده مواد یې محکمې ته وړاندې کړې دی چې له مخې به یې 7 تنه نور شکمن هم په راتلونکې اوونۍ کې په بند محکوم شي.

هغه زیاته کړه چې دوي به ښاغلی سعید هغه وخت ونیسي کله چې چارواکي د هغه په اړه دوی ته کره شواهد وړاندې کړي.

هندوستان څوڅو ځلی د پاکستان څخه غوښتلي دي مخکې له دې چې د دواړو هیوادونو تر منځ د سولې خبرې اترې پیل شي باید هغه افراطي ډلې چې د مومبئی په بریدونو کې په لاس لرلو تورنی دي ، یا هند ته وسپاري او یا په پاکستان کې ترې تحقیقات وکړي.

تمه کیږي چې د هند او پاکستان د بهرنیو چارو وزیران به په نیویارک کښې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د غونډې په اړه یو له بل سره یو لړ لیده کاته وکړي.

XS
SM
MD
LG