د لاس رسي وړ اتصالات

پنټاگون: افغانستان ته د عسکرو غوښتنه باید وځنډول شي


د امریکا یوېمعتبرېورځپاڼېرپوټ ورکړی چېپنتاگون په افغانستان کی خپل عاليرتبه قوماندان ته ویلي چېد نورو قواوو غوښتنه د یو څه وخت لپاره وځنډوي.

د وال ستریت ژورنال ورځپاڼې د امریکا د دفاع د وزارت د چارواکیو په قول نن لیکليچېد اوباما حکومت ویليچېدا ډول غوښتنه دېوځنډول شيتر څو د نورو قواوو د لیږلو تر مخه امریکا په دی ځان ډاډه کړی چی ستراتیژی یی درسته ده .

په افغانستان کی د امریکا او ناتو د قواوو عالی رتبه قوماندان خبرداری ورکړی که چیری په راتلونکی کال کی افغانستان ته نور عسکر ونه لیږل شی نو کیدای شی چی په افغانستان کی نړیواله ټولنه د ناکامیدو د خطر سره مواجه شی.

خو جنرال ستینلی مک کریستال دا هم وویل که څه هم حالات ډیر جدی دی خو بیا هم که پوره امکانات ورته مساعد شی نو نړیواله ټولنه به په افغانستان کی کامیابه شی.

د مک کریستل د ارزیابی رپوټ تر اوسه پوری مخفی او ثری دی ،خو واشنگټن پوست د هغه یوه برخه پرون په خپلی ویب پاڼی کی خپره کړه.

XS
SM
MD
LG