د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان په اړه ارزیابئ نوي بحثونه راپورته کړي


په افغانستان کی دامریکا او ناټو دنوی قوماندان پټی ارزیابی چی ددوشنبی په ورځ خپره شوی ، نوی بحثونه راپورته کړیدی چی دائتلاف سټراټیجی څه باید وی او څومره عسکرو ته ضرورت دی چی دغه سټراټیجی عملی کړی.

جمهوررئیس بارک اوباما دافغانستان لپاره خپله سټراټیجی دمارچ په میاشت کی څرگنده کړی وه. هغه وویل، اصلی هدف باید دا وی چی ددی مخه ونیول شی چی دغه هیواد دتروریزم مرکز نشی چی په امریکا باندی ورنه حملی وشی لکه څنگه چی د یو دپاسه په دوه زرم کال کی ورنه شوی وی.

هغه داخبره هم وکړه چی دطالبانو مخه ونیول شی چی بیرته قدرت ته ونه رسیږی. ښاغلی اوباما خپلی خبری ته دوام ورکوی او وايي:

دعراق دجنگ په سبب دشپږو کالولپاره دافغانستان لپاره منابع نوی برابری شوی چی غوښتنه ئی کیدله . موږ اوس باید وعده وکړو چی خپل هدفونه سرته ورسوو. په افغانستان کی دجمهوررئیس نوی قوماندان اوس دخپلومنابعو ضروت وړاندی کړیدی. جنرال سټینلی مک کرسټلی پخپله پټه ارزیابی کی چی دواشنگټن ورځپاڼی ددوشنبی په ورځ خپره کړی وه ، وائی، دی نورو قواو ته ضرورت لری چی ددوی له کوښښ نه په غیر احتمال لری چی دناکامی سره مخامخ شو. جنرال کرسټلی دخاصو عسکرو غوښتنه ونکړه مگر ماهران وائی، ښائی دڅلویښتو زرویا ښائی چی لدی نه دزیات شمیر عسکرو غوښتنه وکړی چی په تیرکا ل دامریکاعسکرو شمیر دوه برابره شوی چی اوس اندازه اته شپیتو(٦٨ ) زرو ته رسیږی.

جمهوررئیس اوباما ددغی ویرونکی ارزیابی دلیدونه وروسته دهفتی په اخرکی دامریکا تلویزنی شبکو ته وویل، دی دخپلی شپږمیاشتنی سټراټیجی باندی کره کتنه کوی او هغه دا پوښتنه کوی چی ایا دافغانستان حکومت سره دخپلو امنیتی قواو په تقویه کولو کی مرسته وکړی او که نه اودمهمو ولایتونو امنیت ټینگ کړی چی دا صحیح دریځ دی. دا ټول دجنرال مک کرسټلی په پلان کی دی .

ددفاع وزیر رابرټ گیټز تیره هفته د صبرغوښتنه وکړه په داسی حال کی چی حکومت په دغه موضوع باندی کارکوی. ښاغلئ گیټز وايي:

که سپینه خبره وکړم نو زه پدی عقیده یم چی جمهور ئیس حق لری چی پخپله دغه ارزیابی مطالعه کړی او خپلی پوښتنی وکړی او ددغی ارزیابی پوری مربوطی زما او دنورو پوښتنو ته ځوابونه ووائی.

برسیره پردی ماموران اوس وائی، دجنرال کرسټیلی ارزیابی دافغانستان دجامع سټراټیجی یوه برخه ده چی حکومت ورباندی کره کتنه کړی او د جنوری دمیاشتی نه راپدی خوا چی جمهوررئیس بارک اوباما دجمهوری ریاست مقام ته پکی رسیدلی دی، دا دویمی ارزیابی ده.

جمهوررئیس دمارچ په میاشت کی خپله سټراټیجی اعلان کړی وه . ددغی سټراټیجی دعملی کولو لپاره دپوځی پلان دمنلو په باره کی زړه نا زړه معلومیده چی ډیر څارونکی مغشوش وو. دواشنگټن ورځپاڼی په خپله سرمقاله کی دغه کره کتنه ډارونکی بللی ده اود ْ( یوایس ټوډی ) ورځپاڼه لیکی دوضاحت لپاره پکی ضرورت دی او خبرداری ورکوی چی ددغو مهمو اهدافولاس ته په راوړلو کی دی دنیمائی اقداماتونه کار نه اخیستل کیږی.

څارونکی تامس ډانلی چی دامریکا د اینټرپرائز په مؤسسه کی کارکوی، وائی، جمهوررئیس بارک اوباما ته پکا رده چی دمک کرسټیلی پیشنهادونه ومنی او وروسته بیا دامریکا خلک قانع کړی چی دغه پیشنهاد ته غاړه کیږدی. دعامه افکارو سروی ښی چی دامریکایانو ترمنځ دجنگ په باب شکونه پیدا شویدی. ښاغلی ډانلی وائی:

معلومداره خبره ده چی ترڅوپوری جمهور رئیس اوباما قوی دلائل وړاندی نکړی دوی به شک لری. یو کال پخوا هغه دجمهوری ریاست په انتخاباتی مبارزه کی ویلی چی دعراق جنگ یوه غټه اشتباه وه او موږ ته پکا روه چی په افغانستان باندی مو ټینگار کړی وی. دا حیرانتیا خبره نده چی دسپینی ماڼئ نه نامعلوم اوازونه پورته کیږی نوامریکایان به ځکه شک کوی.

له بلی خوا ددریمی طریقی دپلټنی دمؤسسی غړی جوناتن مورگانسټین دمک کرسټیلی ارزیابی منی او وائی، جمهوررئیس ته پکار ده چی دجنرال پیشنهادونه ومنی. مورگانسټین وائی:

زه فکرنه کوم چی دا دتعجب کومه خبره وی. څه شی چی ارزیابی وائی، په اساسی توگه هغه څه په افغانستان کی پوره خراب دی مگر دا دژغورلو وړندی مگر دغه وضع موږ بدلولی شی چی مناسبه سټراټیجی پرمخ بوځو او بشپړ منابع دغی سټراټیجی ته برابری کړو. څه شی چی جنرال مک کرسټیلی څرگندکړیدی هغه ماته دمنلو دی.

مورگانسټین چی داحتیاط صاحب منصب هم دی، وائی، دامریکا عسکرو اوس دیاغیانو په جنگ کی تجربه پیدا کړیده .دی وائی، که جمهور ریئس پوره شمیر عسکر افغانستان ته واستوی نو دوی به په افغانستان کی طالبانواو اوالقاعد ته ماتی ورکړی لکه چی په عراق کی ئی دیاغیانو په خلاف جنگ کی پوره بریالی توب لاس ته راوړی و.

مگر دښاغلی اوباما لپاره دغه پریکړه اسانه نده . هغه څومیاشتی پخوا په افغانستان کی دعسکرو شمیر زیات کړی و چی شلو زروته رسیده چی دطالبانو په خلاف قوی عملیات وکړی. مگر یو څه پرمختگ پکی شویدی مگر دامریکائی عسکرو تلفات هم زیات شویدی. یوازی په تیرو درو میاشتو کی دامریکا دوه سوه عسکر وژل شویدی. په روان کال کی (٣٦۴ ) تنه عسکروژل شویدی . له هغه وخت نه چی جنگ شروع شویدی دا په افغانستان کی دامریکائی عسکرو دتلفاتو پنځه ویشت فیصده دی.

ددفاع وزیر گیټز وائی، دد غو مهمو سټراټیجیکی پریکړوسره یوځای دغو تلفاتو ورباندی سخت فشار راوستی دی.ښاغلي ګيټس داسي وویل:

مونږ باید په دی پوه سي چی د افغانستان په هکله چی کومه پریکړه جمهور ریْس نیسي هغه تر ټولو مهمه پریکړه ده چی د هغه د جمهوري ریاست په دوره کی نیول کیږي او په دغه ډول شرایطو کی زه فکر کوم چی د هیڅ ډول تلوار او عجلی نه باید کار وانخیستل سي.

دغه راز د دفاع وزیر ګیټس هغه وړاندیزونه هم رد کړل چی ویل سوي ول چی د ځکمنیزو قواوو پر پرتله به هوايي امکانات ډیر په پام کی ونیول سي. خو هغه وايي چی د اتو کلونو وروسته د مخ پرزیاتیدو تلفاتو او د آمریکا د عامو خلګو ترمینځ د ملاتړ د راکمیدو برسیره حکومت ته په کار ده چی د صبر نه کار واخلي او په دقیق توګه پریکړه وکړي.

XS
SM
MD
LG