د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا پارلمان د افغانستان په اړه د اوباما پریکړې ته په تمه دی


په داسي حال کی چی د آمریکا په کانګرس کی وکیلان د جمهور رئیس اوباما پریکړی ته په تمه دي ځکه چی په افغانستان کی د هغه ستر نظامي قوماندان واشنګټن ته د افغانستان په هکله یو نوی ستراتیژیکه ارزیابي رااستولی ده، کانګرس په تمه دی چی دغه اونی د حکومت دخوا د یادی سوی ستراتیژۍ په هکله نور تفصیلات ترلاسه کړي.

ټاکل سوی ده چی د آمریکا د ولسي جرګی د استخباراتو جرګه ګۍ ته د آمریکا د حکومت د خواه د پاکستان او افغانستان په هکله محرم ریپوټ راسي. دا په داسي حال کی ده چی په افغانستان کی د آمریکا لوی قوماندان ستر جنرال ستینلي مکریستل دخواه د سوي ارزیابۍ غیرمحرم شکل د واشنګټن پوست په ورځپاڼه کی خپور سوی دی.

واشنګټن پوست ریپوټ خپور کړی چی جنرال مکریستل اخطار ورکړی چی که چیري افغانستان ته د یوه کال په ترڅ کی نور قواوو وروانستول سي نو په دغه هیواد کی د ناټو ناکامي ممکنه ده.

په هغه ریپوټ کی چی د واشنګټن پوست په ورځپاڼه کی خپور سوی دی جنرال مکریستل ویلي چی سره له دی چی په افغانستان کی وضع جدي ده خو د بریالیتوب امکانات اوس هم سته که چیري قواوو ته لازم امکانات ورکړل سي او ځني ملاتړ وسي.

جمهوري غوښتونکي او دیموکراتان اوس پر دی غور کوي چی جمهور رئیس اوباما به د جنرال مکریستل غوښتنو ته څه ډول ځواب ووايي.

جمهوري غوښتونکو مطبوعاتو په اشاری سره وايي چی جنرال مکریستل ته هدایت ورکړل سوی دی چی د ارزیابۍ تر مروره دي د اضافي قواوو غوښتنه نه کوي خو جمهوري غوښتونکي بیا وايي چی دغه کار به موضوع لازیاته جدي کړي.

د آمریکا د مشرانو د جرګی د جمهوري غوښتونکو مشر میچ مکونیل د جمهور ریْس اوباما د پلان څخه چی غواړي القاعده ترهګرو ته په افغانستان کی ماته ورکړي، هغوی وځپي او له مینځه یی یوسي ستاینه وکړه خو هغه دا هم وویل چی که چیري په دغه برخه کی قاطع پریکړه ونه نیول سي نو دا به د جمهور ریْس پر مثبتو پریکړو باندی چی پخواه یی د افغانستان په هکله نیولي وی، ناوړه اغیزه وکړي.

ښاغلي مکونیل داسي وویل:

د جامع او موثری تګلاری سره سره او دغه راز د یادسوۍ تګلارۍ د سم تطبیق برسیره که چیري زمونږ د ماموریت څخه د آمریکا خلګ ملاتړ ونکړي زمونږ هڅی به بریالۍ نسي. په همدغه دلیل زما په نظر جمهور ریْس باید ژر تر ژره د امریکا خلګو ته دا ورپه ډاګه کړي چی آیا د جنرال مکریستل پلان قبلوي او که پرځای یی بل بدیل پلان لري چی په نتیجه به یی دغه بدیل پلان ښه کار ورکړي.

جمهور رئیس ته د ښاغلي مکونیل ددغه وړاندیز نه چی باید د آمریکا د خلګو سره دي د افغانستان د ماموریت په هکله خبري وسي، جان بوینر د آمریکا د ولسي جرګی د جمهوري غوښتونکو مشر او بل جمهوري غوښتونکی فرانک ولف هم موافق دی.

د امریکا په مقننه قوی که دواړو جمهوري غوښتونکو او دیموکراتانو په وار وار سره د دی وړاندیز کړی دی چی په افغانستان کی د آمریکايي او ناټو د قواوو عمومي قوماندان سترجنرال ستینلي مکریستل او دغه راز د مرکزي قوماندانۍ مشر سترجنرال ډیویډ پیتریس دي د آمریکا په سنا کی د افغانستان د ماموریت په هکله توضیحات ورکړي.

د کانګرس غړي وايي چی ددغه کار په ترسره کولو به د افغانستان د ماموریت په هکله د آمریکایانو ترمینځ بیا اطمینان او ډاډ راویښ سي او خلک به په دی پوه سي چی آمریکا او ملګري هیوادونو یی په افغانستان کی څه غواړي.

په عین حال کی د آمریکا د ولسي جرګی د دیموکراتانو مشر ستیني هویر وايي چی جنرال پیتریس هم کله چی د عراق د ماموریت مشري یی په غاړه درلوده، په دغه هیواد کی یی د نورو قواوو د وړاندیز نه مخکي، په ګانګرس کی خبري وکړی. هغه زیاته کړه چی په دی باور دی چی که چیري جنرال مکریستل هم په راتلونکي کی ورته کار وکړي نو دا به ډیر ګټور وي.

د بلي خوا د آمریکا د مشرانو د جرګی د دیموکراتانو مشر هري رایډ وايي چی پرته له دی چی جنرال مکریستل به څه وخت کانګرس ته راځي او خپل ریپوټ به وړاندي کوي، حکومت ته په کار ده چی د راتونکی په هکله له نیږدی نه د کانګرس سره همکاري او همآهنګي وکړي. په دی برخه کی موجودو پوښتنو ته باید ځواب وویل سي.

ښاغلي رایډ داسي زیاته کړه: زه فکر کوم چی ډیری پوښتنه سته چی باید ورته ځواب ورکړل سي او مونږ ته په کار ده چی د حکومت سره او د خپلو نظامي مشرانو سره د راتلونکو پریکړو په هکله سلامشوری وکړو.

د بلي خواه د مشرانو د جرګی د مسله قواوو د جرګه ګۍ رئیس کار لیون وايی چی هغه د جنرال مکریستل د بیانیی سره موافق دی چی وايي بریالیتوب ممکنه دی. هغه زیاته کړه چی جنرال مکریستل اوس مهال په افغانستان کی د خپل تګلاری پر تصحیح باندی تاکید کوي خو هغه وايي چی جنرال مکریستل یوه بله مهمه مسله د پامه غورځوي او هغه دا ده چی مخکي له دی چی په تګلاره کی پر ستراتیژیک بدلون باندی غور وکړي هغه د منابعیو مسلی ته ډیر اهمیت ورکوي.

ښآغلی لیون وايي مخکي له دینه چی افغانستان ته نور آمریکايي قواوی ورواستول سي، د افغان ملي امنیتي ځواکونو یعني ملي اردو او ملي پولیسو شمیر دي زیات سي. هغه زیاته کړه چی جنرال مکریستل اوس د یاغلي ګرۍ پر یوی بلی ستراتیژۍ باندی غور کوي چی په ترڅ کی به یی نور امریکايي قواووی و افغانستان ته ورواستول سي تر څو خلګ د طالبانو د ګواښونو او تهدیداتو نه وژغوري.

په دی اړه د ولسي جرګۍ جمهوري غوښتونکی بیا وايي چی کانګرس ته په کار ده چی مخکي د دی نه چی افغانستان ته نوری قواوی ورولیږي، په دغه برخه کی یو واضیح پلان وویني.

هغه داسي وايي: مخکي له دی چی مونږ افغانستان ته نوری قواوی ور ولیږو، مونږ ته په کار ده چی د افغان ملي امنيتي ځواکونو په ګډون یو جامع او سنجول سوی پلان ولرو چی په کښي زمونږ متحدین هم برخه واخلي او تر ټولو مهمه چی د افغانستان خلګ او قانوني سیاسي مشران یی ملاتړ وکړي.

د بلي خواه بیا دیموکرات سناتور جیمس ویب د دوشنبی په ورځ وویل چی دا به مخکي د وخت نه اقدام وي چی د جنرال مکریستل د ریپوټ د جزیاتو په هکله چی یوه برخه یی په مطبوعاتو کی خپره سوی ده، مخکي له مخکي نظر ورکړو. خو ښاغلی ویب وايي چی د آمریکا متحده ایالاتو ته په کار ده په افغانستان کی مشخص د بیا راستنیدو ټکی ولري یعنی دا معلوم سي چی مونږ غواړو د بیارغونۍ پالیسي غوره کړو او که کوم بل شی. د دینه مخکي هم ویب په یوی ورستۍ د استمعاعیی په غونډه کی د اوباما د حکومت نه غوښتي وه چی په افغانستان کی دي د آمریکا واضیح تګلاره وټاکي او د پای ټکی دي معلوم کړي.

XS
SM
MD
LG