د لاس رسي وړ اتصالات

د ملگرو ملتونو غونډې د اقلیم مسئله وڅیړله


د نړی کابو سل مشران پرون د سه شنبې په ورځ بیا په نیویارک کی د ملگرو ملتونو په مرکزي دفتر کی سره غونډی ته کیناستل تر څو د خپل سیاسي زور نه په کار اخیستنی د سږ کال په اخر کی کله چی دوی ټول یو ځل بیا د هالند په پایتخت کی سره بیا جرگه کوي، د نړیوالی تودوخې د مخنیوی نړیوال تړون تر لاسه شي.

د ملگروملتونو عمومی منشي بن کی مون د غونډی د پرانستو پر مهال په راتلونکي دسمبر کی کله چی نړیواله ټولنه بیا سره را ټولیږي د عملي گامونو اوچتولو ته وهڅول او د نړی مشرانو ته یی د هغوی د ارزښتناکې دغی پریکړې خبرداری هم واوراوه.

هغه وویل: "د راتلونکي نسل تقدیر او د ملیاردونو انسانانو د ژوندانه امید اوس ستاسو په لاس کی دی".

ښاغلي بن وویل د بریا نه ډک تړون به هغه وي چی پکی د نړی لوي صنعتي هیوادونه په دقیقه بڼه د مضره گازونو د کمولو ټینگ عزم او لوړ همت ته ملا وتړي او دا ژمنه د مخ په انکشاف هیوادونو له خوا هم تر سره شي. هغه وویل پدی کی دوي سره باید اقتصآدي مرستی او د تکنالوژۍ په برخه کی کمکونه هم شامل وي.

د امریکا دجمهور رئیس بارک اوباما په ملگرو ملتونو کی د خپلې لومړنۍ وینا په ترڅ کی وویل امریکا پدې د نړیوالې تودوخی پر گواښ او هغه بدلون چی په لور یی دا نړی ور خوځیږی، خبره ده او د ځواب دپاره یی هم خپل چمتووالی وښود خو کوم نوی وړاندیز یی نه درلود.

پر ځای یی هغه د امرکیا له خوا د پاکې انرژی د منابعو لکه باد او لمر د وړانگو نه د کار اخیستنی پر هڅو وغږید.

"دا گډ گامونه د امریکا د خلکو او حکومت له خوا ددې تاریخي حقیقت د پیژندلو یوه نښه ده. مونږه د اقلیم د بدلون پر گواښونو پوهیږو او دیته لیواله یو چی په عمل کی مرستی ته لاس وغزوو تر څو د راتلونکی نسل په وړاندی مو خپل مسولیت په غوره توگه سر ته رسولای وی".

امریکا او چین هر یو د هوا د ککړیدو د پنځمی برخی نه د دوه برخو مسول گڼل کیږی، نو په غونډه کې ښه زیرې دا و چی د چین جمهور رئیس هو جین تاو تر دوه زره شلمه پورئ د گلخانه یی گازونو د زښته را کمولو ژمنه اعلان کړه. او ویی ویل چی د ذروی نوی انرژۍ تولید ته یی ټول پام اړولی دی.

د جاپان نوی صدراعظم یوکیو هاتویاما د خپل کمپاین د هڅو ژمنی بیا تازه کړی چی وایی د نولسوه نوی کال د اندازی نه به تر دوه زره شلمه پوری د گلخانه ی یگاز د تولید اندازه پنځه ویشتو ته را ټیټه کاندي.

که څه هم چی دا ضرر د افریقایی هیوداونو له خوا ند ی متوجه خو د منابعو د نشتوالی له کبله به یی د اغیزو څخه زیات زیانمن شي

د حکومتونو د گډ هیات غړي راجندر پچوړي وایی:

"په افریقا کی به تر دوه زره شلمه پوری د پنځهاویا ملیونو نه نیولی تر دوه سوه پنځوسو ملیون کسانو پوری د اوبو نشتوالی څخه رنځ یوسي او په ځینو هیوادونو کی به د کرهنی اندازه هم نیمایی ته را کمه شي. د نړیوالې تودوخې اثرات به په ځینو بی وزلو هیوادونو کی د تر ټولو زیاتو مالي آو ځانی زیانونو سبب شي".

پدې غونډه کی تر ټولو نه زیاته د اندیښنو ډکه وینا د مالدیو د مشر محمد نصید له خوا وشوه. مالدیو د اوبو د لوړیدو گواښ له کبله د له منځه تللو ویرې سره مخامخ دی.

"که هر څه پدی حال چی اوس دي پر مخ لاړ شي نو مونږ به ژوندي پاتی نه شو. مونږه به له منځه لاړ شو. مونږه به د کوپن هاگن څخه د ناکامی هڅې په توگه را ونه وځو، مونږه باید په کوپن هاگن کی بریالي شو او یوه تړون، یوې گډی موافقې ته ورسیږو".

د نوی مبارزی دپاره دا غږ یوازی د نړی د مشرانو په اواز ونه شو بلکه نوی نسل هم دوی سره یو ځای شول. د نړی د ځوانانو په ډله کی یوې شامله دیارلس کلنی هندئ تنکی ځوانی یوگراتا شری واستو هم هلته په ا وچت غږ وغږیده او د نورو د را ویښولو پیامونه نړیوالو ته واورول.

"مونږ ته د خپلو نیکونو څخه یوه پاکه او روغه رمټه نړی په میراث ورسیده خو ز مونږه نه به خپلو اولادونو ته یوه زیانمنه او نیمگړی نړی په میراث پاتې شي، دا څه ډول انصاف دی؟"

هغې وویل په نړی کی دری ملیارد ځوانان دوی ته سترگی غړوی چی د خپل دې گډ کور د خوندی ساتلو دپاره دی یو گډ رغنده گام پورته کړو.

XS
SM
MD
LG