د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان: جنوبي وزیرستان کې طالبان کمزوري شوي


د پاکستان د اردو یو جگپوړی مامور وایي د افراطیت په خلاف د عسکرو د وروستیو بریالیتوبونو له آمله طالبان کمزوري شوي او په دغه ملک کې د ترهگرو په حملو کې کموالی راغلی دی.

په اسلام اباد کې د امریکا غږ سره په خبرو کې تورن جنرال اطهر عباس وویل د پاکستان اردو اوس خپل ټول پام قبایلي سیمې جنوبي وزیرستان ته اړولی دی. د اطهر عباس په وینا دغه سیمه چې له افغانستان سره گډه پوله لري، د یاغیانو اصلي مرکز دی.

نړیوالې ټولنې پر پاکستان باندې زور اچولی دی چې په دغه سیمه کې ځمکني عملیات وکړي. اطهر عباس وايي، په دغه سیمه کې ډیر زیات بهرني یاغیان هم موجود دي خو جنرال عباس ویره لره که په جنوبي وزیرستان کې پراخ عملیات وشي کیدای شي قبایلي خلک په قهر کړي او را وې پاروي.

XS
SM
MD
LG