د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان جگړه د جرمني په انتخاباتو کې


سره له دې چې هڅه کیږي جگړه د سیاسي مبارزو لرې وساتل شي خو د القاعدې او سخت دریځو نوی تهدید او هغه انتقادونه چې د افغانستان په کندز کې د جرمني ځواکونو په هوایې برید کې په لسگونه کسان ووژل د جرمني د انتخاباتي مبارزو سرټکي جوړ شوي.

د جرمني برحاله صدراعظمه انگلا مرکل او د هغه د بهرینو چارو وزیر او په ټاکنو کې د هغې مخکښه سیال فرانک والتر ستاینمایر غواړي په چټکئ خپل ځواکونه د افغانستان نه ستانه کړي.

سروی گانې څرگندوي چې حتی نیم جرمنیان غواړی په افغانستان کې میشت ۴زره ٢٢٠عسکر یې هرڅه ژر خپل کورته ستانه شي.

د انتخاباتو په پیل کې دواړو مخکښه کاندیدانو هڅه کوله چې د جگړې مسایل یوی خوا ته پریږدي خو د سیپتمبر په څلورمه په کندز کې د جرمني دی ادعا چې طالبانو د تیلو ټاکرونه تښتولي او د غوښتنې وروسته د امریکایي هوایي ځواک بمبار هرڅه بدل کړل.

XS
SM
MD
LG