د لاس رسي وړ اتصالات

زابل او نیمروز کې ٥ امریکايي عسکر ووژل شول


د آمریکا نظامي مامورین وايي چې د افغانستان په جنوب کې د یاغیانو په حملو کې پنځه تنه آمریکايي عسکر وژل سوي دي.

آیساف یا نړیوالو مرستندویو امنیتي قواوو د جمعې په ورځ یوه خبرپاڼه خپره کړې چې په کښي ویل شوي وه چې د زابل ولایت په مربوطاتو کې د سړک د غاړه د بم په یوې چاودنې کې چې د پنجشنبې په ورځ و سوه، درې آمریکايي عسکر وژل سوي دي.

دغه راز په یاد سوي ولایت کې یو بل آمریکايي عسکر هم د یاغیانو په یوه حمله کې وژل سوی دی. په یو جلا پېښه کې، یاغیانو د نیمروز په ولایت کې هم یو آمریکايي عسکر هغه وخت په ډزو وواژه کله چې یې په سیمه کې په پښو ګزمه کوله.

د آمریکايي قواوو دغه تلفات په داسي حال کې رامینځ ته کېږي چې د آمریکا د جمهور ریْس اوباما حکومت پر دې غور کوي چې افغانستان ته نور عسکر واستوي او که نه؟

په دغه ورستیو میاشتو کې د آمریکايي ځواکونو تلفات ډیر سوي دي،

یواځي سږ کال په افغانستان کې په بیلابیلو پېښتو کې ۳۶۰ آمریکايي عسکر وژل سوي دي.

په عین حال کې د چارشنبی په ورځ د آمریکا لوړپوړو نظامي مشرانو د افغانستان په باب د جنرال مکریستل ورستۍ ارزیابي تایید کړه. جنرال مکریستل ویلي دي چې د افغانستان د ماموریت دپاره نورو قواوو ته ضرورت سته.

د آمریکا د مرکزي قوماندانۍ عمومي قوماندان، جنرال ډېوېډ پېتریس او د آمریکا د اردو د لویو درستېزانو ریْس امیر البحر مایک میولن دواړو د جنرال مکریستل دا ارزیابۍ او څېړنه تاېید کړېده

XS
SM
MD
LG