د لاس رسي وړ اتصالات

صوبه سرحد کې د بې پیلوټه الوتکی په حمله کې ١٠ تنه وژل شوي


پاکستاني چارواکي وايي چې د آمریکا د بې پیلوټه الوتکې په حمله کې چې په صوبه سرحد کې یې وکړه، ، لس تنه وژل سوي دي.

چارواکو ویلي دي چې توغندی د پنجشنبې په ورځ د شمالي وزیرستان په قبایلي سیمو کې پر یوه کور چې ویل کېږي په کښي یاغیان اوسېږي لګېدلی دی. د رپوټونه له مخې دغه یاغیان د طالبانو د افغان قوماندان جلاالدین حقاني پلویان دي.

مقاماتو لا ددغو کسانو د هویت په هکله چې د پنجشنبې په پېښه کې وژل سوي دي، څه نه دي ویلي.

پاکستاني مامورین وايی چې د آمریکا بې پیلوټه الوتکې په ورستیو میاشتو کې په شمال لوېدیځه برخه کې د القاعدې او یاغي طالبانو پر مرکزونو باندې څلوېښت توغندی ور غورځولي دي. د دغو توغندویو په نتېجه کې د یاغیانو څو مشران وژل سوي دي د بلي خواه د پاکستان پولیسو ویلي دي چې یاغي طالبانو د پنجشنبې په ورځ د پاکستان په شمال لودېځه برخه کې د حکومت طرفدارې یوې ډلې نه کسان وژلي دي.

XS
SM
MD
LG